ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده.
له نن څخه ۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومی پر ۶مه د شوروی د پوځ لومړنی قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتل او پر افغانستان یې یرغل وکړ.
د افغانستان اسلامی امارت په همدې مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې وایی، چې دوی د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې بل چا ته هم اجازه نه ورکوی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی او حقونه یې تر پښو لاندې کړی.
خبرپاڼه دغه راز زیاتوی، افغانان د سوله غوښتونکی ولس په توګه له ټولو هېوادونو سره د اسلامی او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې غواړی ښې اړیکې ولری.
اسلامی امارت له ټولو هېوادونو غوښتی چې له دوی سره د ښو او پیاوړو اړیکو په جوړولو کې مثبت رول ولوبوی، تر څو له جګړو را پاتې ناخوالې او بې باورۍ له منځه لاړې شی.
په خبرپاڼه کې پر دې هم ټینګار شوی چې، اسلامی امارت له نړۍ سره داسې اړیکې غواړی چې، هیچاته په کې د ضرر احتمال نه وی او د ملتونو د ازادۍ حق په کې خوندی وی.
اسلامی امارت په خپله خبرپاڼه کې د شوروی یرغل پر وړاندې د افغان ولس له جهاد او مبارزې ستاینه کړې.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومی په شپږمه پخوانی شوروی اتحاد د ځمکې او هوا له لارې د افغانستان پر خاوره پوځی برید وکړ.
د څېړنو له مخې په افغانستان کې د پخوانی شوروی د لښکرو شاوخوا د یوې لسیزې شتون نژدې یو میلیون افغانان شهیدان او لږ تر لږه ۱۴ زره شوروی سرتیری ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هیواد پریښودلو ته اړ کړل.
په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادی کې له افغانستان څخه ووتلې، خو د افغانانو او روسی پوځیانو پر جسم، روح او روان باندې یې پراخ فزیکی او روحی علایم پریښول.
گهیځ