پر بانکی سکټور د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو هڅې ګړندۍ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۱ مه نېټه):
له شاوخوا دوو کلونو راپدېخوا هېواد کې پر بانکی راکړه ورکړه د لګېدلو بندیزونو له امله پانګه والو ته ګڼې ستونزې رامنځته شوی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایی، سرپرست حکومت هڅې ګړندۍ کړی، چې په بانکی سکتور لګول شوی بندیزونه لرې کړی او له امریکا او نړیوال بانک سره خپلې اړیکې عادی کړی.
بلخوا د اقتصادی چارو کارپوهان وایی، که له هېواده د بانکدارۍ بندیزونه لری شی، د پانګوالو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شی، چې دا کار به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړی.
په ورته وخت کې شېر محمد عباس ستانکزی وایی، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره هېواد کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی او ملی او نړیوال سوداګر کولی شی، په بېلابېلو برخو کې بې له کومې ستونزې پانګونه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.