پر بایډن د نه ختمېدونکو نیوکو لړۍ؛ امریکایی استازی وایی افغانان او امریکایان یې په ناورین کې ښکېل کړل

د امریکا د کانګریس ځینې غړی وایی چې بایډن دې نور له واک سره مخه ښه وکړی.

د امریکا د کانګریس غړی رونی جکسون په تازه څرګندونو کې ویلی چې بایډن واک ته له رسېدو بیا تر دمه امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولی دی.

د جکسون په خبره ددې وخت دی چې بایډن واک پرېږدی او په امریکا کې رامنځ ته کړی وضعیت پای ته ورسوی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د بایډن چټکه او بې فکره پرېکړه، په دغه هېواد کې د امریکایی وګړو پاتې کېدل او پر افغانانو د اوسنی وضعیت راتګ هم هغه څه دی چې د امریکایانو او افغانانو لپاره یې ناورین زېږولی دی.

دغه امریکایی استازی له خپل ولس څخه غوښتی چې د بایډن د واک ختمولو لپاره لاس په کار شی او هغه نور له سپینې ماڼۍ خپل کور ته ولېږی.

له دې وړاندې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بایډن نیوکه کړې وه او ویلی یې و چې، د بایډن له لاسه نړۍ امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوری.

دوی پر بایډن نیوکه کوی، چې له افغانستان څخه یې د وتلو پرېکړه عجولانه او ناسمه وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.