د روان زېږدیز کال د سپټمبر د میاشتې په اته وېشتمه نېټه د لبنان هېواد د پلازمینې بیروت په جنوبی څنډه کې د حـ.زب الله د جنګی ډلې مشر حـ.سن نـ.صرالله او ملګری یې، د اسراییلو له خوا تر درندې بمبارۍ وروسته ووژل شو او پدې توګه یې د منځنی ختیځ په کړکیچنه سیمه کې یې هغه کړکیچ چې د فلسطینی مبارزینو او اسراییلی یرغګرو تر منځ له روانې جګړې سره پیل شوی ؤ، نور هم پراخه کړ او اوس د دې جګړې په اړه هره ورځ خپرېدونکی رسنیز راپورونه ښکاروی چې شاید بنسټونه یې نور هم پراختیا ومومی.
د لبنان په پلازمېنه کې د صهیونیستی رژیم له لورې د حـ.زب الله د مشر حـ.سن نصرالله تر وژلو وړاندې د اسراییلو صهیونیست رژیم د یوه تروریستی غلچکی برید په ترڅ کې د فلسطین د حـ.ماس غورځنګ مشر شهید اسـ.ماعیل هنـ.یه هم د ایران په پلازمېنه تهران کې په نښه کړ او هغه یې ووژلو، دا پر دې سربېره دی چې د غزې پر تراړه د یرغلګرو اسراییلو د برید له پیل څخه تر دې دمه د نیول شوی فلسطین او لبنان په بېلابېلو سیمو کې په سل ګونه او آن په زرګونه فلسطینیان او لبنانیان چې ښځې، ماشومان، معذور او بې وسه سپین ږیری او د ټولنې د هر قشر استازی پکې دی، وژلی او کلی او کورونه یې ورته له منځه وړی دی.
او اوس د تازه رسنیزو راپورونو پر بنسټ د اسراییلو غاصب رژیم ادعا کړې چې د لبنان په خاوره کې یې د حـ.زب الله پر ضد محدود ځمکنی عملیات هم پیل کړی دی.
د غاصب رژیم پوځ پر اېکس شبکه پر خپاره کړی یوه بیان کې ادعا کړې چې دا بریدونه د اسراییلو پولې ته څېرمه د جنوبی لبنان په ځینو موخو ترسره شوی چې د دوی په وینا په سیمه کې د یهود مېشته ښارګوټو پر وړاندې د سملاسی ګواښ په توګه ارزول شوی وو. خو د صهیونیست رژیم د پراختیا غوښتنې سیاست ته په کتو سره داسې نه ښکاری چې دا بریدونه دې یوازې تر جنوبی لبنان پورې محدود پاتې شی او دا وېره شته چې که مخه یې ډپ نکړای شی، جګړه ځپلی لبنان به یو ځل بیا د پراخې جګړې ډګر وګرځی.
په ډاګه ده چې اسراییل دا هرڅه د لویدیځو استعماری هېوادونو او قوتونو، په تېره هم د امریکایی استعمار په مستقیم ملاتړ ترسره کوی او لویدیځوال په تېره هم امریکا، په پوره سپین سترګۍ او وقاحت سره د اسراییلو پر هغه جنایاتو سترګی پټوی چې په نیول شوی فلسطین یا لبنان او نورو عربی ځمکو کې یې ترسره کوی او لا هم په پوره بې شرمۍ سره د صهیونیست رژیم هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوی.
خو د درد او افسوس ځای دا دی چې د اسراییلو او لویدیځوالو د دې کفری یو والی سره سره، نن اسلامی نړۍ په ټوله کې او عربی نړۍ په خاصه توګه بیا هم د خپلو واکمنو د نامشروع واکمنیو د غزولو، د خپلو ولسونو د وینو د زبېښلو او لازیات چور او چپاول په موخه، د دې پر ځای چې په فلسطین او لبنان کې د اسراییلو د وحشتونو غندنه وکړی، لا هم لګیا دی په پټه او ښکاره د اسراییلو ملاتړ کوی او له مزدورو او پردی پاله واکمنو سره د امریکا او لویدیځوالو د چلن او په سخته ورځ کې د هغوی د یوازې پرېښودو له برخلیک نه هم عبرت نه اخلی.
نن چې د اسراییلو غاصب رژیم د امریکا او لویدیځوالو تر سرپرستۍ لاندې او د همدوی د وسلو پر مټ تر فلسطین وروسته لبنان ته مخه کړې او د هغه ځای پر خلکو او مشرانو یې برید خښ کړی، د اسلامی او عربی نړۍ خوار واکمن بیا هم نه یوازې د پخوا په څېر غلی دی، بلکې څه نیغ په نېغه او څه د پردې تر شا د وحشی یرغلګرو تر څنګ ولاړ دی او یوازې د خپلې واکمنۍ د بقا په موخه یې د خپلو مسلمانو وروڼو پر وژنه او ځورونه خوله پټه نیولې ده.
اوس په داسې حال کې چې پر لبنان تر ړندې بمبارۍ وروسته د دغه وحشی رژیم عسکرو پر دغه خاوره پراخ ځمکنی برید پیل کړی، لا هم د عربی او اسلامی نړۍ ګڼ مشران په خپل منځی کړکیچونو او ناخوالو بوخت دی یا هم د امریکا او لویدیځوالو له ویرې پدې تړاو خپل آواز نشی اوچتولای.
جوته ده چې د دغه هېوادو ولسونه او د نړۍ عام مسلمانان بیا د خپلو مزدورو او پلورل شویو واکمنو پر خلاف، د فلسطین او لبنان له ولسونو سره د خپل سر او وینې په قیمت هم ولاړ دی، اما پدې منځ کې چې څه پېښېږی، څومره بې ګناه مسلمانان نارینه، ښځې او ماشومان وژل کېږی، څومره کلی او ښارونه ورانېږی او دا جګړه به تر شا څومره ویرونه او دردونه پرېږدی، د دې ټولو حساب به هم یوه ورځ د عربی او اسلامی نړۍ له دغه مزدورو واکمنو سره خوا مخوا کېږی.”والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ