ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۲۸مه او د اپرېل ۱۷مه نېټه ده) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایی بریدونه په کلکه غندلی.
دغې استازولۍ تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د افغانستان په قلمرو کې دننه د پاکستان هوایی بریدونه د دغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.
وړمه شپه د پاکستان پوله ساتو پوځیانو پر خوست او کونړ هوایی او توپچی بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۳۰ پورته ملکی وګړی ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
دغو بریدونو کې هغه وزیریستانۍ کورنۍ په نښه شوې چې خپلې سیمې یې د ناامنیو او د پاکستانی پوځ د عملیاتو له کبله پرېښې دی.
د اسلامی امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد دغو بریدونو ته غبرګون کې ویلی “پر پاکستانی لوری غږ کوو چې په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمایی او بیا ورته تېروتنه تکرار نه کړی، کنه بدې پایلې به ولری.”
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ور غوښتی او د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ یې هغه ته اعتراض لیک ور وسپاره څو خپلو چارواکو ته یې ورسوی.
د معلوماتو له مخې د پاکستان له سفیر منصوراحمدخان سره په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په کونړ او خوست کې شوی بریدونه وغندل.
ښاغلی متقی وویل: «د خوست او کنړ په شمول د ټولو نظامی تخطیو مخنیوی دې وشی او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هېوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوی».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر راپورونو اندېښنه وښوده.
یوناما لیکلی، چې ملکیان باید هېڅکله په نښه نه شی.
گهیځ