پنجشنه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ:
امریکایی او عربی چارواکو ویلی، چې واشګنټن او ریاض د ایران له احتمالی بریدونو په اړه اطلاعات تر لاسه کړی.
د دغو هېوادونو چارواکو له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلی، چې واشنګټن او ریاض په دې اړه، چې ښایی ایران په نژدې راتلونکی کې په عراق او سعودی عربستان کې پر ځینې هدفونو د برید تابیا ونیسی، د اطلاعاتو له موندلو وروسته خبر ورکړل شوی.
وال سټریټ ژورنال لیکلی، چې ایران به د خپلو کورنیو اعتراضنو په اړه د عامه افکارو د بدلون په خاطر ډېر ژر په سعودی عربستان او د عراق په اربیل ښار کې ځینې هدفونه په نښه کړی.
په دغه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې سعودی دغه معلومات له امریکایی چارواکو سره شریک کړی دی، ویل شوی چې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون د دواړو هیوادونو پوځونه د تیارسۍ په حال کښې دی.
د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا یوه چارواکی د اناتولیا خبری اژانس ته ویلی، چې د ایران له ګواښه اندېښمن دی او په خبره یې د نظامی او معلوماتی لارو څخه د سعودی له حکومت سره په اړیکه کې دی.
دغه چارواکی ټینګار کړی، چې د متحده ایالتونو او په سیمه کې د خپلو شریکانو له ګټو د دفاع په پار به له هیڅ ممکنه اقدام څخه ډډه و نه کړو.
گهیځ