پر سوداګرو د حکومت غږ؛ له کومې وېرې پرته په افغانستان کې پانګونه وکړئ

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) د ځڼغوزیو ټولنې رییس دلدار ځدراڼ ویلی، چې د تېر په پرتله سږ کال د ځڼغوزیو صادرات شوی او په ټول هېواد کې د ځڼغوزیو سپینولو او پروسس ۳۴ فابریکې فعالې دی.
ځدراڼ دا خبرې د رییس الوزراء مولوی عبدالکبیر سره د ځڼغوزیو ټولنې له غړو په غونډه کې کړی.
ځدراڼ او د یادې ټولنې غړو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم له سیاسی مرستیال سره شریک کړل.
د رییس الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په هېواد کې د سوداګرو پر شتون خوښی وښوده او زیاته یې کړه، چې ا.ا د هېواد له ټولو ملی سوداګرو سره همکار دی او پرې غږ کوی چې پرته له کومې وېرې او ستونزې په افغانستان کې پانګونه وکړی.
مولوی عبدالکبیر د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د هواری ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ا.ا د سوداګرو د سر او مال د ساتلو لپاره هڅې کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.