کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې ویلی، چې د روانې میاشتې تر دوهمې پورې په غزې تړانګه کې پر ۲۴۶ ښوونځیو بریدونه شوی دی.
د فلسطین د روغتیایی چارو وزیر په همدې ورځ ویلی، تر اوسه په غزه کې ۱۵۰ تنه طبی او روغتیایی کارکوونکی وژل شوی، ۱۶ روغتونونه او ۳۲ کلینیکونه د سون موادو د کمښت له امله اړ شوی، چې خپل کارونه وځنډوی.
د حماس مطبوعاتی دفتر ویلی، د اسراییلو په بریدونو کې ۴۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکی وژل شوی دی.
دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، له اسرایل څخه خپل سفیر وباسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ