کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲ مه نېټه):
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په غزه کې د روانو جګړو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه په خپور شوی تاره راپور کې ویلی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د صهیونیستی رژیم د بریدونو له امله په غزې تړانګه کې ۱۷۸ تنه شهیدان شوی او ۲۹۳ نور ټپیان دی.
په ورته مهال العربیه خبری شبکې ویلې، چې اسراییلی لوری په غزې تړانګه کې د خپل یو لوړ پوړی پوځی د وژلو خبر ورکړی دی.
په غزې تړانګې د صهیونیستی رژیم د ړندو بمباریو نن ۱۰۸ ورځې پوره شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه کم ۲۵ زره ملکی فلسطینیان شهیدان او تر ۷۰ زرو ډېر نور ټپیان دی.
تازه سعودی عربستان یو ځل بیا په غزې تړانګه د اسراییلو د یرغل مخالفت کړی او له هر څه وړاندې یې په سیمه کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ