معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پر لبنان د برید په اړه د اسراییلو ګواښ ته ایران تند غبرګون وښود

پر لبنان د برید په اړه د اسراییلو ګواښ ته ایران تند غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر غزې وروسته اوس اسراییلي اشغالګر پر لبنان د برید ګواښ کړی، چې دې کړنې د ایران غصه راپارولې ده.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې پر لبنان د پوځي برید په صورت کې به ویجاړونکې جګړه پیل شي.

وړاندې تر دې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، غزه کې د جګړې شدت به کم وي، خو لبنان کې د حزب الله ډله هم د دوی په پوځي اهدافو کې شامله ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دې استازي په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د اسراییلو له خوا د پوځي برید په صورت کې به ایران د مقاومت په جبهو کې له ټولو انتخابونو کار واخلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم خبرداری ورکړی و، که اسراییل پر لبنان برید وکړي، نو ایران به له اسراییلو سره مخامخ جګړې کې ښکېل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس