پر لبنان د برید په اړه د اسراییلو ګواښ ته ایران تند غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر غزې وروسته اوس اسراییلی اشغالګر پر لبنان د برید ګواښ کړی، چې دې کړنې د ایران غصه راپارولې ده.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې پر لبنان د پوځی برید په صورت کې به ویجاړونکې جګړه پیل شی.

وړاندې تر دې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلی وو، غزه کې د جګړې شدت به کم وی، خو لبنان کې د حزب الله ډله هم د دوی په پوځی اهدافو کې شامله ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دې استازی په خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د اسراییلو له خوا د پوځی برید په صورت کې به ایران د مقاومت په جبهو کې له ټولو انتخابونو کار واخلی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکایی چارواکو هم خبرداری ورکړی و، که اسراییل پر لبنان برید وکړی، نو ایران به له اسراییلو سره مخامخ جګړې کې ښکېل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.