ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږی/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) ا.ا پر مولوی انصاری برید ته په غبرګون کې ویلی، چې که پخپله دینی علماء اړین احتیاط و نه کړی، سخته ده چې د ورته بریدونو مخه ونیول شی.
تېره ورځ (د وږی ۱۱مه) د جمعې له لمانځه شېبه وړاندې د هرات په ګاذرګاه جومات کې د دغه جومات خطیب او امام مولوی مجیب الرحمن انصاری په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دغې چاودنه کې د نوموړی په ګډون نژدې ۱۸ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.
ا.ا څرګنده کړې، چې د مولوی انصاری د امنیت په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی او د خوندیتوب لپاره ورته اضافی ساتونکی، مرمۍ ضد موټر او وسله ورکړل شوې وه.
په دې تړاو د ا.ا په خبرپاڼه کې راغلی، چې استخباراتی ادارو مولوی انصاری ته د متوجه تهدیدونو په اړه هم هغه ته معلومات ورکړی وو.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې که په خپله علماء کرام لازم احتیاط ونکړی، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی.
د ا.ا حکومت همدا راز ټینګار کوی، چې د اسلام دښمنان او د دوی پروژې د دینی علماوو په وژلو نشی کولای، د حاکم اسلامی نظام د پیاوړتیا او ملاتړ په اړه د افغان ولس او دینی علماوو ارادې کمزورې کړی.
تردې وړاندې په ورته شکل د کابل په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه جومات امام امیر محمد کابلی تر هغې وړاندې د جومات دننه په یوه چاودنه کې شیخ رحیم الله حقانی او تر هغې وړاندې د سلفی علماوو مخکښ دینی عالم شیخ سردار ولی ثاقب په خپل کور کې په مرموز ډول و وژل شو.
ا.ا امارت یې د عاملینو د نیولو او په سزا رسولو ژمنه وکړه، خو تر اوسه د هیڅ دینی عالم قاتلین نه دی نیول شوی.
گهیځ