کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالی ملاتړ کونړ کې د نابینا نجونو لپاره یو ټولګی پرانیستل شوی و، چې اوس د رسنیو د راپورونو له مخې د نابینا نجونو لپاره د ځانګړی لیک لوست دغه ټولګی هم بند شوی دی.
دا ټولګی چې درې میاشتې دمخه پیل شوی و، لسګونو نابینا نجونو په کې د بریل لیک_لوست زده کړې کولې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په خپل مالی ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نابینایانو لپاره بریل لیک له لارې زده کړه ورکوی چې پرمټ یې بیا نابینایان لیک او لوست ترسره کولی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ