کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې د افغان ښځو د بد روغتیایی وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
دغې ټولنې ویلی چې د روغتیایی نظام پاشلتیا، پراخه بې وزلی او پر ښځو لګول شوی محدودیتونه په افغانستان کې اوسنی بشری ناورین ته وده ورکوی.
دغه سازمان غوښتنه کړې، چې یاد وضعیت څخه د وتلو لپاره باید لومړنۍ روغتیایی پاملرنه پیاوړې او هغه مسلې حل شی، چې د اقتصادی بحران له حل سره مرسته کوی.
دوی همدا راز ټینګار کوی، چې د ښځو لپاره د زده کړې او کار محدویتونه باید له منځه یوړل شی.
د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې په تازه موندنو کې ویلی، چې ۹۵ سلنه افغانان کافی خواړه نه لری او د ناڅېزه عوایدو لویه برخه یې د لومړنیو خوراکی توکو په تامینولو مصرفیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ