معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر ښځینه محصلینو د بندیز دوام له امله به ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي

پر ښځینه محصلینو د بندیز دوام له امله به ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې ويلي، که حکومت د ښځینه محصلینو د بندیز لرې کولو لپاره نېټه مشخصه نه کړي، ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله دوام ونه کړي.
د دغې اتحادیې مشر محمد کریم ویلي، په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ د لوړو زدکړو عالي خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعالیت کوي، چې د ۶۵ تر ۷۰ زرو ښځینه محصلینو په ګډون یې شاوخوا ۲ لکه زده کوونکي لرل.
نوموړي زیاته کړې چې په کابل او ولایتونو کې د طب ښځینه محصلانو شمېر تر نارینه زده کوونکو ډېر دی.
دی وايي، دغو پوهنتونونو د نږدې ۲۵ زره خلکو او استادانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، خو په وینا یې که د ښځو پر پوهنتوني زده کړو بندیزونه همداسې دوام وکړي، نو د دغو موسسو او پوهنتونونو ګڼ شمېر به یې وتړل شي.
کریم اندېښنه ښودلې چې خصوصي پوهنتونونه د خپلو زده کوونکو پر میاشتنیو فیسونو ولاړ دي او که دغه بهیر بېرته د پخوا پشان عادي نشي، له اقتصادي پلوه به یوازې کابل کې ۳۵ پوهنتونونه وتړل شي.
له سرپرست افغان حکومت سره نړۍ د ښځینه تعلیم او کار د بندښت پر سر له مخالفت سره مخ ده، خو حکومت وایي ژمن دي چې د اسلام په چوکاټ کې به افغان ښځو ته د کار او تعلم زمینه برابره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس