پر ښځینه محصلینو د بندیز دوام له امله به ډېری خصوصی پوهنتونونه وتړل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
هېواد کې د خصوصی پوهنتونونو اتحادیې ویلی، که حکومت د ښځینه محصلینو د بندیز لرې کولو لپاره نېټه مشخصه نه کړی، ښایی ډېری خصوصی پوهنتونونه د اقتصادی ستونزو له امله دوام ونه کړی.
د دغې اتحادیې مشر محمد کریم ویلی، په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ د لوړو زدکړو عالی خصوصی موسسې او پوهنتونونه فعالیت کوی، چې د ۶۵ تر ۷۰ زرو ښځینه محصلینو په ګډون یې شاوخوا ۲ لکه زده کوونکی لرل.
نوموړی زیاته کړې چې په کابل او ولایتونو کې د طب ښځینه محصلانو شمېر تر نارینه زده کوونکو ډېر دی.
دی وایی، دغو پوهنتونونو د نږدې ۲۵ زره خلکو او استادانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، خو په وینا یې که د ښځو پر پوهنتونی زده کړو بندیزونه همداسې دوام وکړی، نو د دغو موسسو او پوهنتونونو ګڼ شمېر به یې وتړل شی.
کریم اندېښنه ښودلې چې خصوصی پوهنتونونه د خپلو زده کوونکو پر میاشتنیو فیسونو ولاړ دی او که دغه بهیر بېرته د پخوا پشان عادی نشی، له اقتصادی پلوه به یوازې کابل کې ۳۵ پوهنتونونه وتړل شی.
له سرپرست افغان حکومت سره نړۍ د ښځینه تعلیم او کار د بندښت پر سر له مخالفت سره مخ ده، خو حکومت وایی ژمن دی چې د اسلام په چوکاټ کې به افغان ښځو ته د کار او تعلم زمینه برابره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.