کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
په داسې حال کې چې نن د هوا پېژندنې ملی ادارې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی، کابل خپل سهار د واورې په سپین اورښت سره پیل کړ.
کابل چې ډېر کله ترې د ژمی په موسم کې د ککړې هوا له امله شکایتونه کیږی، د روغتیایی مسوولینو په خبره د واورو دغه اورښت به د هوا په پاکوالی کې ډېره مرسته وکړی او د هوا ککړوالی له امله پیدا شوې ناروغۍ به کمې شی.
د هوا پیژندې ملی ادارې د اټکل په اساس هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزنی او پکتیکا ولایتونو کې به هم د باران او واورې اوښتونه ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ