کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزیر ملا عـ ـبدالطـ ـیف مـ ـنصور یوې خصوصی رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلی، پر کونړ سیند بند جوړېدو ته کلک هوډ لری او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.
نوموړی د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته ویلی، یوه بهرنی شرکت سره هوکړې ته نږدې شوی، چې له مخې به یې نږدې راتلونکې کې ور سره قرارداد لاسلیک کړی.
د اوبو او برېښنا وزیر د معلوماتو له مخې پر کونړ سیند د جوړېدونکی بند تخنیکی مطالعات بشپړ شوی او له هوکړې وروسته به یې عملی چارې پیل شی.
نوموړی د تېرو حکومتونو له لوری د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه، جګړه او نورې ناخوالې هغه لاملونه یاد کړی، چې د افغانستان اوبیزو سرچینو څخه د سمې استفادې پر وړاندې خنډ شوی.
د یادونې وړ ده، چې د اوسنی حکومت په راتګ سره د هېواد اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا ته پاملرنه زیاته شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ