کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیری ویلی، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۴ زره ۹۷۷ قیراطه زمرد د ۱۲۴ زره ۶ سوه ډالرو په ارزښت د داوطلبی له لارې وپلورل شول.
نوموړی زیاته کړه، چې د یاد ریاست ادارې د پنجشېر له کانونو څخه استخراج شوی زمرد یې د با صلاحیته کمېټې د پلاوې په شتون کې په کورنی سوداګر پلورلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ