کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
راپورونو له مخې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایی، په دغه ولایت کې ۳۳۳۱.۷۵ قیراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیری ویلی، چې د دغه ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوی ۳۳۳۱.۷۵ قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسوولینو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول.
امیری زیاته کړې، چې د داوطلبۍ پروسه په رسمی او قانونی ډول په پوره شفافه توګه ترسره شوه.
هغه څرګنده کړې، چې په څه د پاسه یوه میاشت کې دا د پنجشېر د زمرد د کان څلورم محصول دى چې د داوطلبۍ له لارې د هېواد په ملی سوداګرو پلورل کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ