معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشېر کې په لومړي ځل د زمردو نندارتون پرانیستل شو

پنجشېر کې په لومړي ځل د زمردو نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته د پنجشېر ولایت مقام له لوري په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کانونو او پترولیم وزارت نن د پنجشېر د زمردو دوه ورځنی نندارتون په دغه ولایت کې پرانیست.

د خبر پر بنسټ دغه نندارتون کې زمرد، لاسي صنایع او یوشمېر نور توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.

دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین، ایران، ترکیې، امریکا او فرانسې یوشمېر پانګوال او شرکتونه پنجشېر کې دي او د اوسپنې په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

د خبرپاڼې له مخې دا مهال په پنجشېر کې ۱۲ سوه کانونو ثبت شوي او د کیندنې لپاره یې نږدې ۶ سوه جوازونه وېشل شوي دي.

د پنحشېر زمرد په نړیواله کچه له ښه نوم څخه برخمن دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس