کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته د پنجشېر ولایت مقام له لوری په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کانونو او پترولیم وزارت نن د پنجشېر د زمردو دوه ورځنی نندارتون په دغه ولایت کې پرانیست.
د خبر پر بنسټ دغه نندارتون کې زمرد، لاسی صنایع او یوشمېر نور توکی نندارې ته ایښودل شوی دی.
دغه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د چین، ایران، ترکیې، امریکا او فرانسې یوشمېر پانګوال او شرکتونه پنجشېر کې دی او د اوسپنې په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لری.
د خبرپاڼې له مخې دا مهال په پنجشېر کې ۱۲ سوه کانونو ثبت شوی او د کیندنې لپاره یې نږدې ۶ سوه جوازونه وېشل شوی دی.
د پنحشېر زمرد په نړیواله کچه له ښه نوم څخه برخمن دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ