شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د اردن په پلازمېنه عمان کې سلګونه کسانو د فلسطین له مقاومته د ملاتړ په موخه لاریون کړی.
د اناتولیا خبری اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ (جمعه د لړم ۱۳مه) سلګونه اردنیان د الحسینی جومات مخې ته د فلسطین او اسراییلی ملېشې پر وړاندې د فلسطینیانو له مقاومته د ملاتړ په موخه راغونډ شوی و.
د معلوماتو له مخې دا لاریون د اسلامی ګوند په بلنه جوړ شوی و او معتررضانو د فلسطین په ملاتړ د اسراییلی رژیم پر ضد شعارونه ورکول.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د لویدیځی غاړې په بېلا بېلو سیمو کې د اسراییلی ملېشې په ډزو ۴ فلسطینیان وژل شوی او څو تنه نور زخمیان شوی دی.
په دې څو ورستیو میاشتو کې د لویدیځې غاړې اړوند سیمه کې په ځانګړی ډول جنین او نابلس کې پر فلسطینیانو د اسراییلی صهیونیسټی رژیم ملېشو بریدونه ډېر کړی، چې له امله یې لسګونه کسه وژل شوی او سلګونه نور زخمیان شوی دی.
گهیځ