په افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ پنټاګون یې وروستۍ میاشتې ارزوی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) راپورونه وایی چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوی.
د امریکا د دفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلی چې دغه وزارت یو بې پلوه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د وتلو بهیر تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوی.
سرچینه کاږی چې د دوی ارزونه به تر ډېره د وتلو بهیر په تړاو د تر سره شوی ماموریت پر څرنګوالی ورټوله وی. د امریکا پر دفاع وزارت سختې نیوکې دی چې په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې ماموریت خورا کمزوری او د پوښتنې وړ و.
د امریکا د کانګریس غړو هم په وروستیو کې د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوی او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلی.
د دوی په وینا په دې ماموریت کې پړه امریکایی چارواکی به هرومرو خپله سزا ووینی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.