کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې چیا وی لی د زابل والی سره په کتنه کې د زابل اوسېدونکو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستی ډاډ ورکړی.
د زابل د والی ویاند صدیق الله وثیق ویلی، د زابل ولایتی مسوولینو، له سېلاب ځپلو سره د مرستې، د اوبو د مهاروونکو بندونو، کارېزونو او استنادی دېوالونو د جوړولو ترڅنګ د روغتیا او کرنې په سکټورونو کې د خوړو نړیوال پرواګرام له مشرې د مرستې غوښتنه کړې ده.
وثیق ویلی، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې یادو برخو کې په دغه ولایت کې د پروژو د پلی کېدو ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ