ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین له پیلېدو خبر ورکوی.
دغه وزارت وایی، له پکتیکا ولایت پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین له کومې ستونزې پرته ښه مخ ته لاړ.
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله دغه کمپاین هلته نه تطبیقېږی.
دا خبره د دې وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملی مرکز مشر ډاکتر نیک ولی شاه مومن کړې او ویلی یې دی: “له ټولو ولایتونو چې موږ نن احوال واخیست، د خدای په فضل کمپاین د پلان مطابق په نورمال شکل پرمخ لاړ. دغه کمپاین له پکتیکا پرته په ټول افغانستان کې شروع شوی دی.”
دا کمپاین پرون پیل او د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې دوام کوی.
د روغتیا وزارت چارواکی هیله ښیی، چې د پولیو د واکسین په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد واکسین شی.
گهیځ