په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ریښې په وچېدو دی

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د لړم/عقرب دوهمه او د اکټوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) که څه هم د نړیوالو بنسټونو لخوا په افغانستان کې روان بشری وضعیت اندېښمن ښودل شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان په دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د ختمېدو په اړه د برمختګ خبره کوی.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو یا ګوزڼ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکی د واکسین ښه او پر وخت تطبیق د پولیو د قابو کولو یوازنی لامل بولی.
په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو تېر ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلور ته را ټیټ شو او روان ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه دوه پیښې ثبت شوی چې یوه یې په پکتیکا او بله په کونړ ولایت کې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.