د ګهیځ د اجرایی کمیسیون غړی نعمت الله عزیزی
رسنۍ په یو وېشتمه پیړۍ کې داسې یو ځواک دی چې آن دیکتاتور نظامونه او شخصیتونه یې هم له اغېز او ارزښت سترګې نه پټوی دا ځکه چې په خپل غیر محسوس ځواک سره نظامونه لړزوی او د ملتونو په بیدارۍ او ویښتابه کې یې خپل رول اداء کړی دی.
رسنۍ چې اوس مهال د بشری ژوند نه بېلیدونکې برخه ګرځیدلې او د انسانانو په ژوند یې لږ یا ډېر اغېز خامخا کړی دی. په افغانستان کې په خواشینۍ سره ځینې وختونه یوازې د رسنیو منفی اغېز ته ګوته نیول کېږی او مثبت اړخ ته یې پاملرنه نه کېږی په داسې حال کې چې خلکو ته د نیوکې دا وړتیا هم همدې رسنیو ورکړې ده ترڅو سم له ناسم او ښه له بد څخه جلا کړی.
هره رسنۍ هغه که انځورېزه ده که غږیزه یا چاپی او… په ټولنه کې ځانګړی ارزښت لری او خپلې بسټیزې دندې ترسره کوی چې د بېلګې په توګه یې دا څو دندې په ګوته کوو:
- اطلاع او خبر رسونه: چې تر ټولو اصلی او اساسی دنده ده او انسان د یوه ټولنیز ژوندی په توګه تل په دې هڅه کې دی په هغه څه چې نه دی خبر ځان خبر کړی او خپل معلومات ډېر کړی.
- ښوونه او پوهونه: رسنۍ د خپلو نشراتو په چوکاټ کې هغه څه وړاندې کوی چې د ټولنې ډېری برخه ورته اړتیا لری او د هغوی د پوهې د لوړولو په کچه کې ستره ونډه لری او …
- سازماندهی او لارښوونه: رسنۍ د مشخصې پالیسۍ له مخې چې پر بنسټ یې خپل پروګرامونه تنظیموی خپل مخاطبانو ته لیدلوری ټاکلی او په نا آګاهانه ډول ټولنه په هغه لور روانېږی چې رسنۍ یې هیله لری او د خپلو پروګرامونو پر اساس یې ورته ټاکی.
- سرګرمی او بوختیا: رسنۍ د بشری ټولنو د نه بېلېدونکې برخې په توګه اړ دی خپلو مخاطبانو ته د تفریح لپاره څه وړاندې کړی، او د انسانانو دا اړتیا هم پوره کړی.
که چېرې د رسنیو اصلی دندو ته پام وشی په نړۍ کې به داسې څوک پیدا نه شی چې د رسنیو په ارزښت او رغوونکی رول باندې قانع نه وی، دا که په هره علمی کچه کې وی، د ځمکې په هره برخه پورې تړاو ولری، که د اقتصاد له اړخه په هره حال وی او د ژوند په هر پړاو کې وی او … خو د خپل شاوخوا او نړۍ څخه خبرېدو ته اړتیا لری، د خپل ژوند د پرمختګ لپاره پوهې او ښوونې ته اړ دی او سرګرمی او تفریح یې له ستړیاوو د را ایستلو لپاره ضروری ده او بلاخره د خپلې ټولنې هېواد او سیمې له ګټو او مصالحو څخه د دفاع لپاره فکری لارښوونې او رهبرۍ ته اړمن دی.
خو…!!!
دا چې رسنۍ تر کومه په لویه کچه د خلکو اړتیاوو او ملی او عامه ګټو ته پام کوی او د ټولنو اړتیاوو ته په کتو سره خپل پروګرامونه تنظیموی، د رسنیو مالکان، د رسنیو تر شا فکر او موخې، او د رسنیو په رأس او مشرتابه پلاوی کې مسلکی برخورد او … پکې بنسټیز رول لری.
د رسنیو لپاره اوس مهال په نړۍ کې درې ډوله نظامونه او ټولنې شته!!
سره له دې چې د ژورنالیزم پوهانو په ۱۹۵۶ زیږدیز کال کې رسنیز نظامونه په څلور ډوله وویشل: (۱- آمرانه، ۲- آزادی پلوه، ۳- ټولنیز مسؤولیت پلوه او ۴- کمونیستی ) نظامونه. چې دا هر یوه یې مشخصې ځانګړنې درلودلې، خو اوسنۍ نړۍ کې که وکتل شی لاندې درې ډوله ټولنو ته متوجه کېږو.
- هغه هېوادونه او ټولنې چې لا هم پکې د دیکتاتورۍ رنګ او خوند شته او رسنۍ پکې ډېرې محدودې او تر جدی څار لاندې دی.
- هغه هېوادونه او ټولنې چې رسنۍ پکې نسبی آزادی لری، خو بیا هم د حکومتونو له لارې تر څار او سانسور لاندې فعالیت کوی.
- دیموکراتیک هېوادونه او ټولنې چې د قانون په چوکاټ یا بې له قید او شرط څخه د فکر او بیان آزادی شته او رسنۍ پکې فعالیت کوی او له کوم جدی ګواښ سره مخ نه دی.
هغه ټولنې چې نوې له دیکتاتورۍ او مستبد وضعیت څخه د فکر او بیان آزادی ترلاسه کړې ډېر کله د ستونزو سره مخ وی او له نورو هېوادونو او فکرونو څخه سرچینه اخیستونکې رسنۍ هغه څه ټولنې ته وړاندې کوی چې نه یوازې په هغه ټولنه کې ګټور نه وی، بلکې زیان رسونکی هم ګڼل کېدای شی،
خو دا بیا د آزادو ټولنو یوه ځانګړنه ده چې هر څوک پکې هر څه ویلای شی البته تر هغې چې د نورو آزادۍ سلب نه کړی، ځینې هېوادونه بیا د حکومتونو د پالیسیو مطابق له رسنیو په خپله ګټه کار اخلی او خپل فکر او نظر په ټولنه کې د ملی ګټو په توګه خلکو ته معرفی کوی او ګته ترې اخلی.
سره له دې چې د افغانستان د اساسی قانون د څلور دېرشمې مادې پر بنسټ ټول افغانان د فکر او بیان آزادی لری او رسنۍ کولای شی دلته فعالیت وکړی او په دې برخه کې د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون تصویب او نافذ دی او دا هم مهمه ده چې اوس مهال افغانستان د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله د بیان د آزادۍ په ډګر کې مخکښ دی او دا د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو لپاره ښه پرمختګ ګڼل کېدای شی.
په افغانستان کې د رسنیو پراخ فعالیت د خلکو په ژوند ډېر اغېز کړی او خلک یې تر پخوا ډېر له نړۍ سره نږدې کړی، د هېواد، سیمې او نړۍ پر سیاستونو یې څه نا څه پوهولی، د معلوماتو د کچې د لوړولو په برخه کې یې خپل رول اداء کړی، خلکو ته یې د نیوکې او خپل غږ اوچتولو چانس ورکړی او داسې نور ډېر مثبت ټکی شته،
خو له منفی اغېزو یې هم سترګې نه شو پټولای چې دلته بیا د رسنیو تر شا پرتې موخې، پالیسی ګانې او د مالکانو یا مشرانو غیر مسلکی توب او یا هم رسنیو ته د سوداګرۍ له نظره کتل هغه څه دی چې د افغان رسنیو منفی ټکی خلکو ته ډېر بربنډېږی.
په حقیقت کې رسنۍ د ژوند د ښه دوام او پرمختګ وسیلې دی، خو په افغانستان کې له رسنیو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه او د رسنیو په مشرتابه کې د غیر مسلکی کسانو شتون چې د ژورنالیزم له اصولو او نازکو تارونو خبر نه دی، دا بهیر ټکنی کړی او له رسنیو هغه څه ټولنې ته وړاندې کېږی چې په غیر مستقیم ډول یې ارزښتونه بې ارزښته کوی او د ګټې په ځای ورته زیان رسوی.
په رسنیو، ژورنالیستیکی سازمانونو او په ټوله کې په ژورنالیستکو فعالیتونو کې د مالکیت او ملکیت پر بنسټ د غیر مسلکی کسانو واک چلول غیر مسلکی کړنو او فعالیتونو ته لار هواره کړې ده چې په پایله کې یې پر تولید شوی پیغام او رسنیزو کړنو اغېز له ورایه ښکاری.
د کاری چاپیریالونو ستونزې:
افغان خبریالان په دواړو بهرنی او داخلی (درون سازمان، بیرون سازمان) کاری چاپیریال کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
سره له دې چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په بهر کاری چاپیریال (بیرون سازمان) کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او “د بې پولې خبریالانو د بنسټ (RSF) ” د وروستی راپور پر اساس افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره په تېر ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر ټولو خونړی ځای ؤ چې پکې ۱۵ خبریالان او رسنیز کارکوونکی په شهادت رسېدلی دی او دا حالت لا هم دوام لری، خبریالان او رسنیز کارکوونکی هر ورځ وهل کېږی،
وسایل یې ماتېږی، سپکاوی یې کېږی، په وخت معلوماتو ته لاسرسی نه لری، ګواښل کېږی، وسله وال بریدونه او بمی چاودنې پرې کېږی او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو له دې ورهاخوا د رسنیو په داخل کې (درون سازمان) کې هم له خورا ځورونکی حالت سره مخ دی.
له یوې خوا د رسنیو د مالکانو له خوا رسنیو ته په سوداګریز نظر کتل، غیر مسلکی برخوردونه، له خبریالانو غیر مسلکی او غیر قانونی غوښتنې، پر وخت او د مناسبو آسانتیاوو نه برابرول او خورا ډېرو نورو ستونزو افغان خبریالان له ځورونکی حالت سره مخ کړی دی، د غیر مسلکی برخورد د سلګونو بېلګو یوې ته یې اشاره کوم.
یوه ملګری چې په یو خصوصی ټلویزیون کې یې کار کولو راته ویل چې یوه ورځ د ټلویزیون مالک (چې سوداګر ؤ) دفتر ته راغلو ټول کار کوونکی یې را وغوښتل او ویې ویل: تاسې چې کوم خبرونه خپروئ هېڅ په درد نه خوری زه داسې خبرونه غواړم چې بیګاه نشر شی سهار وزیر د وزارت له څوکۍ لرې شی.] دا چې دا ډول ښاغلو ته د دوی د خوښې خبرونه په څه ډول جوړ شی او له کومه شی د ژورنالیزم مسلک له وسه پورته خبره ده، ځکه د اصولو او منل شویو ارزښتونو خلاف کړنو ته ژورنالیزم اجازه نه ورکوی.
له بلې خوا د رسنیو د څښتنانو له خوا د پانګې او پروژو د ترلاسه کولو لپاره داسې سریالونه او فیلمونه خپرول چې په ټولنه کې د تفریح او مثبت فکر پر ځای ستونزې زیږوی، کورنی تاوتریخوالی ته لار هواروی، ذهنی فشارونه زیاتوی او د افغانی او اسلامی فرهنګ پر خلاف داسې څه پکې وی چې هېڅ با فرهنګه افغان یې نه خوښوی چې په دې توګه په ټولنه کې د رسنیو رغوونکی رول او حیثیت ته زیان رسوی.
همدارنګه تخصص ته نه پاملرنه په داسې بڼه چې یو خبریال او راپور جوړونکی اړ دی چې یوه ورځ د اقتصاد له ډګر، بله ورځ د سیاست، بله ورځ د پارلمان د قانون د تصویب له پروسې، د ټولنیزو ستونزو، د هېوادونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو او … په هکله راپورونه جوړ کړی چې یو خبریال په مشخصه کاری ساحه کې کار ته نه پریښودل کېږی او هره ورځ اړ دی د ځان پوهونې په پار د هر راپور لپاره ډېره زیاته مطالعه وکړی او معلومات را ټول کړی ترڅو راپور یې ګټور او د نشر وړ وګرځی.
سره له دې چې دا ډول کار د خبریال لپاره له ګټې خالی نه دی، خو په حقیقت کې دا یو کاری مجبوریت او د رسنۍ له لوری فشار دی چې دا بیا د رسنیو د ادارې نیمګړتیا، غیر مسلکی توب او تخصص ته نه پاملرنه په ګوته کوی.
له بل لوری تر ډېره په افغانی رسنیو کې د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ځانګړی پروګرامونه نشته او که یې لری ډېر کم او په نشت حساب دی، ځکه د رسنیو مالکانو یوازې او یوازې هڅه کوی چې خپلې موخې ترلاسه او د خبریالانو له انرژۍ څخه ګټه پورته کړی.
کیدای شی ځینې رسنۍ په دې برخه کې ستونزې کمې او ځینې بیا زیاتې ولری همدارنګه د رسنیو د کارکوونکو د استخدام او تقرر په وخت کې هم ډېر کله اړیکې پالل کېږی حق اصلی حقدار ته نه سپارل کېږی او حتا په رأس کې غیر مسلکی کسان ځای مومی او د رسنیو مالکانو ته نږدې او ژمن کسان د مسلکی او په کارپوه خلکو پر ځای ځکه ټاکل کېږی ترڅو د تمویلوونکو غوښتنې او د اصولو خلاف کړنې ومنی، دا په داسې حال کې ده چې مسلکی او په اصولو خبر او پوه خبریالان به هېڅکله د رسنیو د مالکانو غیر مسلکی، غیر اصولی او غیر قانونی غوښتنو ته غاړه کښېنږدی.
پایله
که چېرې په افغانستان کې د مطبوعاتو او ژورنالیزم تېر تاریخ ته وکتل شی او اوسنی حالت په پام کې ونیول شی د خورا ډېرو ستونزو سره سره بیا هم افغانستان په دې برخه کې ورځ تر بلې پراختیا او پرمختګ کوی او دا کاروان لا هم د خپلې بریا پړاوونه یو پر بل پسې بشپړوی.
په اوسنی وضعیت کې د رسنیو ځینو نیمګړتیاوو ته په کتو سره وضعیت ورځ تر بلې د مسلکی توب او تخصص په لور روان دی او اوس آن هغه د لسو کلونو مخکې حالت هم نه دی، ځکه ورځ تر بلې د ژورنالیزم متخصصین او مسلکی روزل شوی کسان د بېلابېلو تحصیلی نهادونو له لوری ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې کېږی چې په دې منځ کې به تر ټولو ښه رسنیو ته لار مومی او په ژورنالیستکی اصولو او ارزښتونو پوه مسلکی روزل شوی کسان به د غیر مسلکی غوښتنو او کړنو سره تر یو بریده مبارزه کوی چې بلاخره په دې مهم او د ټولنې د رهبری کوونکی مسلک کار به لا ډېر مسلکی او پر ټاکل شویو اصولو ولاړ کار وی او له موضوعاتو سره به مسلکی برخورد او چلند کېږی.
د همداسې ورځې په هیله
مآخذونه:
فانوس، میر عزیز احمد. (۱۳۹۱) ارتباطات مفاهموی. کابل: انتشارات رسالت.
نجفی زاده، سیدهارون. (۱۳۸۵) روزنامه نګاری کاربردی. کابل: بنګاه انتشارات میوند.
روزنامه افغانستان، (https://farsi.alarabiya.net/fa/afghanistan/۲۰۱۸/۱۲/۱۹/سازمان-گزارشگران-بدون-مرز-در-سال-۲۰۱۸-افغانستان-مرگبارترین-کشور-برای-خبرنگاران-بوده-است.html).
کارگزار، بهاره. روابط عمومی و مدیریت موفق. (http://ensani.ir/file/download/article/۲۰۱۰۱۱۰۸۱۹۲۵۱۱-روابط%20عمومی%20و%20مدیریت%20موفق.pdf)
گهیځ