په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو لیوالتیا؛ د ښې راتلونکې زیری!

پدې وروستیو کې د خبری رسنیو له لارې خبریږو چې ګڼ سیمه ییز او نړیوال شرکتونه او سوداګر په افغانستان کې د شته سوداګریزو او پانګونې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په فکر کې دی او غواړی د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړی. همدا راز د یو شمېر ګاونډیو هېوادو په ګډون د سیمې لیرې او نژدې ډېر هېوادونه د افغان صادراتو لپاره هم په خپلو هېوادو کې د بازار موندنې او پانګونې زمینه برابره کړې ده چې چین، روسیه او د منځنۍ آسیا جمهوریتونه د دې لړۍ په سر کې راځی.

پدې کې شک نشته چې افغانستان اوس یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږی چې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه او ښه امکانات لری، دلته د طبیعی زېرمو او کانونو له پلوه د طلا، اوسپنې، مسو، تېلو، گازو او نورو طبیعی زیرمو په برخه کې د پانګونې چانسونه ډېر دی، دغه راز پراخې طبیعی زیرمې، پریمانه اوبه، با استعداده او پریمانه بشری ځواک او ډېر نور داسې امکانات شته چې بهرنیو پانګوالو ته ښه چانس په لاس ورکوی او شاید له همدې امله به وی چې په دې وروستیو کې د سیمې، ګاونډ او آن د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې مونږ شاهدان وو چې په افغانستان کې د امریکا او نورو اروپایی ملکونو د پرله پسې ملکی او پوځی شتون له امله د نړۍ ډېرو هېوادو په تېره بیا د افغانستان ګاونډیو هېوادو لکه د منځنۍ آسیا جمهوریتونو او چین دلته پراخې پانګونې او له دغه هېواد سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کولو او یو شمېر اروپایی او لویدیځوال هېوادونه هم دلته د نا امنۍ او جګړې له هغه فضا څخه په وېره کې وو چې دلته د دوی د خپل پوځی حضور او تپل شوی نظام زیږنده وه، ځکه نو اوس دلته دغه هېووادونه ټول له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې او دلته د پانګونې له شته فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې په تکل کې دی.

که لیرې ولاړ نشو یوازې د روان کال په تېرو څو محدودو میاشتو کې دلته د چین، روسیې او ځینو نورو سیمه ییزو قوتونو د سوداګریزو پلاویو راتلل او د افغانستان د اوسنی حکومت له اړونده چارواکیو سره د دوی لیدل کتل او همدارنګه دغه هېوادو ته د افغان سوداګریزو پلاویو سفر او په ځینو دغه ملکو کې آن د افغان تولیداتو د نندارتونونو جوړیدل د دې ښه بېلګه ده چې افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې او د بهرنیو لپاره د پراخې پانګونې لپاره ښه جوګه دی.

طبیعی ده چې په افغانستان کې ښه امنیت، په دولتی اداراتو کې د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه تلل هغه عمده فکتورونه چې دلته یې زمینه برابره کړې ترڅو بهرنی پانګه وال ډاډه زړه راشی او دلته پانګونه وکړی او په ورته وخت کې افغانستان هم بهرنۍ پانګونې ته د اړتیا په احساس سره د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او د هغوی خوندیتوب ته هم جدی پاملرنه کوی چې دې کار هم د ګاونډیو هېوادو او نورو بهرنیو پانګوالو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده.

طبیعی ده چې په هېواد کې د بهرنیانو د پانګونې لپاره د ښې زمینې برابرول د هېواد د اقتصاد د غوړیدا لپاره مهم ګڼل کېږی او د اقتصادی چارو د ماهرینو په اټکل د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د مالی او ځانی امنیت برابرول، د بهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې پالیسی او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یوه رڼه، روښانه او پر هدف ولاړه تګلاره هغه څه دی چې دلته یې د بهرنیانو پانګونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

اوس پداسې حال کې چې زمونږ ګران هېواد ته د بهرنیو او په تېره بیا د سیمې د یو شمېر هېوادو سوداګر او پانګه وال را مات شوی دی او دلته په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته خپله لیوالتیا ښکاروی او ځینو خو یې عملاً دلته پانګونه هم کړې ده اړینه ده چې مونږ هم د دې خاورې او دې وطن د اصلی څښتنانو په توګه له هره اړخه ورسره داسې چلن وکړو چې نور هم وهڅېږی او د نورو هېوادو وګړی هم دې ته لیواله شی ترڅو دلته پانګونې ته زړه ښه کړی.

طبیعی ده چې افغانستان د یوه جګړه ځپلی، وران او ویجاړ هېواد په توګه چې په تأسف سره د تاریخ په اوږدو کې د خپلو او پردیو له خوا لوټل شوی او ویجاړ شوی، د خپلو بچیانو زړه سوی، زیار او تر ټولو زیات هوښیارتوب ته اړتیا لری چې وکولای شی پر خپلو  پښو ولاړ او د پردیو او پردی پالو له منګولو آزاد وی، ځکه نو اړینه ده چې د دې وطن صادق بچیان د دې وطن آبادی او د دې ولس سوکالی په پام کې ونیسی نه شخصی ګټې او مصلحتونه او د دې لپاره لومړی ګام هم دا دی چې له تېر شل کلن دور څخه پند واخلی او هغه څه تکرار نکړی چې ګټه یې نورو ته او زیان یې دې خوار ولس ته رسی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.