پرون دوشنبه د روان زېږدیز کال د جنورۍ په شلمه نېټه “ډونالډ ټرمپ” د امریکا د متحده ایالتونو د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.
د ده د لوړې په مراسمو کې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د “ایلن ماسک” په شان څو سترو میلیاردارنو برخه اخیستې وه.
د امریکا نوي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ”په خپلو خبرو کې وویل چې د ده د داځل واکمنۍ عصر به د امریکا طلایي عصر وي او په خبره یې هېواد به یې د ودې او پرمختګ خوا ته مخه کړي، او یوځل بیا به یې په ټوله نړۍ کې د نورو هېوادونو له خوا درونای کېږي او د ده په خبره نور د امریکا په شاتګ پای ته رسېدلی دی.
“ټرمپ” د خپلې ولسمشرۍ د دوهم دور په لومړۍ وینا کې د امریکا په کورنیو مسایلو ډېر تمرکز درلود خو د افغانستان په ګډون یې د نورې نړۍ ډېره یادونه ونه کړه، پداسې حال کې چې تر دې یوه ورځ وړاندې (د یکشنبې په ورځ) یې په یوه وینا کې ویلي و چې له افغانستان څخه به د امریکا تجهیزات بېرته واخلي.
اوس تر ډېره بریده دا ثابته ده چې افغانستان له تېرو څه باندې دریو کلونو راهیسې د امریکا په بهرني سیاست کې د اصلي محور په توګه ځای نه لري او داسې تمه به هم غلطه وي چې ډونالډ ټرمپ دې د خپلې واکمنۍ په نوې دوره کې د افغانستان په اړه کومه ډېره جدي یا برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړي.
که ځېر شو نو د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې هم د افغانستان په اړه د کومې څرګندې طرحې یادونه ونشوه او نوموړي په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم داسې څه نه دي ویلي چې د افغانستان په تړاو یا د افغانستان د اوسني حکومت په اړه به د ده د نوي حکومت په سیاست کې لوی بدلون ښکاره کړي.
تر دې وړاندې به آن له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې او بیا د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د ائتلافي ځواکونو تر مستقیم یرغل وروسته به د دې هېواد په ټاکنو کې تل افغانانو او د افغانستان په اړه سیاستونو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېده، نه یوازې دا بلکې د ټاکنیزو کمپاینونو او مباحثو پر مهال به هم د افغانستان وضعیت او هلته د امریکايي ځواکونو شتون د خبرو مهمه برخه جوړوله خو کله چې د دوحې د مذاکراتو په پایله کې امریکایي ځواکونو دغه خاوره پرېښوده، نور د امریکایي مشرانو په سیاسیتونو کې هم د افغانستان قضیه او د دې ځای کړکیچ خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی.
له همدې امله ده چې اوس چې ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه د دې ډېره تمه نه کېږي چې د افغانستان په تړاو به د امریکا د نوي حکومت په سیاستونو کې کوم داسې ژور بدلون رامنځ ته شي چې د پام وړ وي او پرې حساب وشي.
چې دلته د دوی د ځواکونو په شتون کې واک په لاس کې درلود.
باید دا ټکی هم په یاد ولرو چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان مخکیني سیاستوال او واکمن لکه اشرف غني او نور عموماً د داسې افرادو په توګه پېژني چې لاسونه یې په فساد ککړ وو او دلته یې د امریکا ډېرې پیسې ضایع کړې دي
د ډونالډ ټرمپ دغه ډول نظر او په افغانستان کې د تېر جمهوریت د چارواکو په اړه یې څرګندونې له ورایه ښکاروي چې د یو شمېر شنونکو او تحلیلګرو د نظر خلاف به هغه د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې کوم داسې خاص بدلون رانولي چې پدې تړاو د ده تېر سیاستونه او کړنې و ننګوي او یا یې بدلون ته اړ شي.
بل اړخ ته د نړۍ په کچه ځیني لوی تحولات او کړکیچونه هم داسې دي چې ټرمپ به د دې وخت پیدا نکړي تر څو د افغانستان په تړاو پر خپل سیاست او د تېرې دورې پر کړنو ژور نظر واچوي او یا هغه بدلې کړي.
د اسراییلو او فلسطینیانو کړکیچ چې د ده د ټاکنیزې رقیبې مېرمن “کامیلاهیریس” په وړاندې د ده د بریا یو اصلي راز هم ګڼل کېږي، همدارنگه د یوه نړیوال یا کم تر کمه د آسیا په کچه د یوه سیمه ییز رقیب په توګه د را څرګندیدونکې روسیې سره اخ و ډب او له چین سره په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې سیالۍ هم هغه موضوعات دي چې شاید ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پدې دوره کې د افغانستان لورې ته ډېر پام ته پرېنږدي یا کم تر کمه دلته کوم لوی بدلون ته زړه ښه نه کړي. بیا هم د دې ټولو خبرو سره سره دې ته په کتو سره چې په سیاست کې هېڅ خبره او پرېکړه وروستۍ نه وي، باید منتظر پاتې شو او وګورو چې راتلونکې کې څه کوي او څه کېږي؟ والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/