په امریکا کې د ټرامپ د ولسمشرۍ دوهمه دوره او افغانستان!

پرون دوشنبه د روان زېږدیز کال د جنورۍ په شلمه نېټه “ډونالډ ټرمپ” د امریکا د متحده ایالتونو د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.

د ده د لوړې په مراسمو کې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د “ایلن ماسک” په شان څو سترو میلیاردارنو برخه اخیستې وه.

د امریکا نوی ولسمشر “ډونالډ ټرمپ”په خپلو خبرو کې وویل چې د ده د داځل واکمنۍ عصر به د امریکا طلایی عصر وی او په خبره یې هېواد به یې د ودې او پرمختګ خوا ته مخه کړی، او یوځل بیا به یې په ټوله نړۍ کې د نورو هېوادونو له خوا درونای کېږی او د ده په خبره نور د امریکا په شاتګ پای ته رسېدلی دی.

“ټرمپ” د خپلې ولسمشرۍ د دوهم دور په لومړۍ وینا کې د امریکا په کورنیو مسایلو ډېر تمرکز درلود خو د افغانستان په ګډون یې د نورې نړۍ ډېره یادونه ونه کړه، پداسې حال کې چې تر دې یوه ورځ وړاندې (د یکشنبې په ورځ) یې په یوه وینا کې ویلی و چې له افغانستان څخه به د امریکا تجهیزات بېرته واخلی.

اوس تر ډېره بریده دا ثابته ده چې افغانستان له تېرو څه باندې دریو کلونو راهیسې د امریکا په بهرنی سیاست کې د اصلی محور په توګه ځای نه لری او داسې تمه به هم غلطه وی چې ډونالډ ټرمپ دې د خپلې واکمنۍ په نوې دوره کې د افغانستان په اړه کومه ډېره جدی یا برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړی.

که ځېر شو نو د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې هم د افغانستان په اړه د کومې څرګندې طرحې یادونه ونشوه او نوموړی په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم داسې څه نه دی ویلی چې د افغانستان په تړاو یا د افغانستان د اوسنی حکومت په اړه به د ده د نوی حکومت په سیاست کې لوی بدلون ښکاره کړی.

تر دې وړاندې به آن له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې او بیا د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د ائتلافی ځواکونو تر مستقیم یرغل وروسته به د دې هېواد په ټاکنو کې تل افغانانو او د افغانستان په اړه سیاستونو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېده، نه یوازې دا بلکې د ټاکنیزو کمپاینونو او مباحثو پر مهال به هم د افغانستان وضعیت او هلته د امریکایی ځواکونو شتون د خبرو مهمه برخه جوړوله خو کله چې د دوحې د مذاکراتو په پایله کې امریکایی ځواکونو دغه خاوره پرېښوده، نور د امریکایی مشرانو په سیاسیتونو کې هم د افغانستان قضیه او د دې ځای کړکیچ خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی.

له همدې امله ده چې اوس چې ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه په رسمی توګه خپله دنده پیل کړه د دې ډېره تمه نه کېږی چې د افغانستان په تړاو به د امریکا د نوی حکومت په سیاستونو کې کوم داسې ژور بدلون رامنځ ته شی چې د پام وړ وی او پرې حساب وشی.

چې دلته د دوی د ځواکونو په شتون کې واک په لاس کې درلود.

باید دا ټکی هم په یاد ولرو چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان مخکینی سیاستوال او واکمن لکه اشرف غنی او نور عموماً د داسې افرادو په توګه پېژنی چې لاسونه یې په فساد ککړ وو او دلته یې د امریکا ډېرې پیسې ضایع کړې دی

د ډونالډ ټرمپ دغه ډول نظر او په افغانستان کې د تېر جمهوریت د چارواکو په اړه یې څرګندونې له ورایه ښکاروی چې د یو شمېر شنونکو او تحلیلګرو د نظر خلاف به هغه د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې کوم داسې خاص بدلون رانولی چې پدې تړاو د ده تېر سیاستونه او کړنې و ننګوی او یا یې بدلون ته اړ شی.

بل اړخ ته د نړۍ په کچه ځینی لوی تحولات او کړکیچونه هم داسې دی چې ټرمپ به د دې وخت پیدا نکړی تر څو د افغانستان په تړاو پر خپل سیاست او د تېرې دورې پر کړنو ژور نظر واچوی او یا هغه بدلې کړی.

د اسراییلو او فلسطینیانو کړکیچ چې د ده د ټاکنیزې رقیبې مېرمن “کامیلاهیریس” په وړاندې د ده د بریا یو اصلی راز هم ګڼل کېږی، همدارنگه د یوه نړیوال یا کم تر کمه د آسیا په کچه د یوه سیمه ییز رقیب په توګه د را څرګندیدونکې روسیې سره اخ و ډب او له چین سره په اقتصادی او سوداګریز ډګر کې سیالۍ هم هغه موضوعات دی چې شاید ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پدې دوره کې د افغانستان لورې ته ډېر پام ته پرېنږدی یا کم تر کمه دلته کوم لوی بدلون ته زړه ښه نه کړی. بیا هم د دې ټولو خبرو سره سره دې ته په کتو سره چې په سیاست کې هېڅ خبره او پرېکړه وروستۍ نه وی، باید منتظر پاتې شو او وګورو چې راتلونکې کې څه کوی او څه کېږی؟ والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.