په ایران کې افغان کډوال نیوکه کوی، چې د ایرانی حکومت له لوری یې وېزې نه تمدید کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د دغو افغانانو له منځه یې یو شمېر له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې د امنیتی ستونزو له امله بېرته افغانستان ته نه شی تللی او د نورو ستونزو ترڅنګ په ایران کې هم له ناوړه چلند سره مخ کیږی.
دوی وایی، د ویزې نه تمدیدل کولو له کبله مجبور شول چې په بدو امنیتی شرایطو کې بېرته کابل ته لاړه شی او نوې ویزه ترلاسه کړی.
ایران کې دغه افغان کډوال په داسې مهال شکایت کوی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو څانګې عمومی مدیر سردار صادق رضا دوست خپلو خبرو کې ویلی وو چې تر یو میلیون د ډېرو افغان کډوالو د اوسېدنې سندونه یې د جدی یا مرغومی میاشتې تر پایه پورې تمدید کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.