کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان پست دولتي شرکت، ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د خوندي انتقال په موخه بار وړونکو موټرو کې د “جي پي اېس لاکر” ځېرک قلف لګولو او پستي کوډ تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د یادو ادارو ترمنځ د ادرس یا پتې او پراختیا ملي پروګرام پرانېست غونډه کې شوی دی.
د دولتي شرکتونو ریاست مسوولینو ویلي، دغه تړون یې د خوندي او ډاډمن ټرانزیټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک کړی دی.
جې پي اېس لاکر هغه ځېرک قلفونه دي، چې د نړیوال موقعیت پیداکولو “جي پي اېس” څخه په استفادې بار وړونکو موټرو کې نصب کیږي، چې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو کمېدو او د ټرانزیټ د ودې ترڅنګ سوداګریز توکي له ورکېدو ساتي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/