کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان پست دولتی شرکت، ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د خوندی انتقال په موخه بار وړونکو موټرو کې د “جی پی اېس لاکر” ځېرک قلف لګولو او پستی کوډ تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د یادو ادارو ترمنځ د ادرس یا پتې او پراختیا ملی پروګرام پرانېست غونډه کې شوی دی.
د دولتی شرکتونو ریاست مسوولینو ویلی، دغه تړون یې د خوندی او ډاډمن ټرانزیټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک کړی دی.
جې پی اېس لاکر هغه ځېرک قلفونه دی، چې د نړیوال موقعیت پیداکولو “جی پی اېس” څخه په استفادې بار وړونکو موټرو کې نصب کیږی، چې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو کمېدو او د ټرانزیټ د ودې ترڅنګ سوداګریز توکی له ورکېدو ساتی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ