معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په بلخاب کې د ډبرو سکرو کان ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی

په بلخاب کې د ډبرو سکرو کان ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
په شمال حوزه کې د ملي پراختیا شرکت یو مسوول فرید عظیم رسنیو ته ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا ورته د بلخاب ډبرو سکرو د وېستلو مسوولیت سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی لخوا د بلخاب د ډبرو سکرو د وېستلو لومړني کارونه پیل شوي دي.
عظیم زیاته کړې، چې د دې چارې په پیلېدو سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او عاید به یې هم په ملي پروژو او په ځانګړې توګه په قوش تېپې کانال باندې کې ولګول شي.
د ملي پراختیا شرکت د مالوماتو له مخې، د بلخاب د ډبرو سکرو په دوو حوزو کې یوازې د ډبرو سکرو ذخیره کې په احتمالي توګه یو نیم میلیار ټنه د ډبرو سکاره شتون لري.
بل لور د کانونو او صنایعو خونې غوښتنه کړې، چې د ډبرو سکرو د وېستنې چارې باید معیاري شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس