په بلخاب کې د ډبرو سکرو کان ملی پراختیا شرکت ته سپارل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
په شمال حوزه کې د ملی پراختیا شرکت یو مسوول فرید عظیم رسنیو ته ویلی، د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا ورته د بلخاب ډبرو سکرو د وېستلو مسوولیت سپارل شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دوی لخوا د بلخاب د ډبرو سکرو د وېستلو لومړنی کارونه پیل شوی دی.
عظیم زیاته کړې، چې د دې چارې په پیلېدو سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی او عاید به یې هم په ملی پروژو او په ځانګړې توګه په قوش تېپې کانال باندې کې ولګول شی.
د ملی پراختیا شرکت د مالوماتو له مخې، د بلخاب د ډبرو سکرو په دوو حوزو کې یوازې د ډبرو سکرو ذخیره کې په احتمالی توګه یو نیم میلیار ټنه د ډبرو سکاره شتون لری.
بل لور د کانونو او صنایعو خونې غوښتنه کړې، چې د ډبرو سکرو د وېستنې چارې باید معیاری شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.