کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تخار ولایت ځایی مسوولینو ویلی، چې د یاد ولایت په اړوندو کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مالګې د تصفیې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مسوولینو په وینا، دا فابریکه به په کال کې ۱۰۰ زره ټنه مالګه تصفیه کړی او لسګونو کسانو ته به د کار زمینه هم په کې برابره شی.
د تخار ولایت د طبیعی زېرمو له پلوه بډایه ولایت دی، چې د نمکاب، ډبرو سکرو او سرو زرو کانونه په کې شتون لری.
د کارپوهانو په وینا، که د یادو کانونو استخراج په قانونی او مسلکی ډول ترسره شی، ډېرو خلکو ته به کاری زمینې په کې برابرې او دولت به ورسره د غنامندۍ لور ته روان شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ