معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په ترکیه کې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي

په ترکیه کې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: د ترکیې چارواکي وايي، د تېرې ورځې چاودنې، چې لامل یې یوه مېرمن بلل شوې، ۶ تنه وژلي او ۸۱ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای ویلي، چې دا چاودنه د استنبول ښار په بي اوغلو سړک شوې، چې عامل یې یوه مېرمن ده.
په تازه رپوټونو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو له قوله ویل شوي، هغه کس یې نیولی چې د د تېر ورځې د بم ایښودو شک پرې کېږي.
پخپله ولسمشر رجب طیب اردوغان هم استانبول کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې له دې پېښې د ترهګرۍ بوی خېژي. هغه زیاته کړه وه چې د دغه برید عاملان به سزا وګوري.
هغه ویلي، چې امنیتي او قضايي ارګانونه یې د پېښې د پلټلو لپاره لاس په کار دي او د سیمې په دکانونو کې لګېدلې کمرې ګوري او په خبره یې عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
په ترکیه کې د رامنځ ته شوې دغې پېښې سره د نړۍ ځینو هېوادونو خواخوږي ښودلې.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د دې یادې پېښې د غندلو تر څنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټویټ پیغام کې په استنبول کې پرونۍ چاودنه غندلې او “د ترکیې ورور هېواد له حکومت او ولس سره یې د خواخوږۍ مراتب ” شریک کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې ناټو او اروپايي ټولنې هم دغه پېښه غندلې او د ترکیې سره یې د غمشریکۍ اظهار کړی.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه رسمآ کومې ډلې نه دی منلی، خو د ترکیې کورنیو چارو وزیر د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) مسوول بللی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس