په ترکیه کې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړی دی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: د ترکیې چارواکی وایی، د تېرې ورځې چاودنې، چې لامل یې یوه مېرمن بلل شوې، ۶ تنه وژلی او ۸۱ تنه نور یې ټپیان کړی دی.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای ویلی، چې دا چاودنه د استنبول ښار په بی اوغلو سړک شوې، چې عامل یې یوه مېرمن ده.
په تازه رپوټونو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو له قوله ویل شوی، هغه کس یې نیولی چې د د تېر ورځې د بم ایښودو شک پرې کېږی.
پخپله ولسمشر رجب طیب اردوغان هم استانبول کې یوې خبری غونډې ته ویلی و چې له دې پېښې د ترهګرۍ بوی خېژی. هغه زیاته کړه وه چې د دغه برید عاملان به سزا وګوری.
هغه ویلی، چې امنیتی او قضایی ارګانونه یې د پېښې د پلټلو لپاره لاس په کار دی او د سیمې په دکانونو کې لګېدلې کمرې ګوری او په خبره یې عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاری.
په ترکیه کې د رامنځ ته شوې دغې پېښې سره د نړۍ ځینو هېوادونو خواخوږی ښودلې.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ «حماس» د دې یادې پېښې د غندلو تر څنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی ښودلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټویټ پیغام کې په استنبول کې پرونۍ چاودنه غندلې او “د ترکیې ورور هېواد له حکومت او ولس سره یې د خواخوږۍ مراتب ” شریک کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې ناټو او اروپایی ټولنې هم دغه پېښه غندلې او د ترکیې سره یې د غمشریکۍ اظهار کړی.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه رسمآ کومې ډلې نه دی منلی، خو د ترکیې کورنیو چارو وزیر د کردستان کارګرانو ګوند (پی کې کې) مسوول بللی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.