په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامی رسنیو ونډه
عبدالظاهر حمیدی، د ګهیځ ټولنې پخوانی رئیس
په افغانستان کې د امریکایانو له راتګ سره سم په هېواد کې د رسنیو بازار ګرم شو. د دولتی رسنیو ترڅنګ، ګڼ شمېر نادولتی او شخصی رسنیو په کار پیل وکړ. اوس مهال په ټول افغانستان کې بې شمېره ټلویزونی او راډیویی چېنلونه، چاپی نشریات او انټرنټی سایټونه له دولت سره ثبت شوی او په کار بوخت دی.رسنۍ سره له دې چې د عامه خپراوی تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او د ټولنیز بدلون په راوستلو کې لوی لاس لری، خو په افغانی ټولنه یې مثبتې اغېزې ډېرې کمې دی. یوه مثبته اغېزه یې دا کېدی شی چې خلک د بېلا بېلو مسایلو، اشخاصو او ادارو په اړه هر ډول موافق یا مخالف نظر ښکاره کولو کې تر پخوا ډېره په آزادی سره بیانولی شی. د رسنۍ موخې او اهداف دا دی چې د ټولنې رښتینی کلتور او ارزښتونه په ټولنه کې خپاره کړی. متأسفانه افغانی رسنۍ د دې پر ځای چې افغانی اخلاق عام کړی، ډېری یې بې بندوباری، کورنۍ شخړو، قوم پالنې، سمت پالنې او ژبنی تعصب ته لمن وهلې.په افغانستان کې اوس مهال هر څوک کولی شی له هر ډول خنډ پرته یوه رسنۍ پرانیزی.
په ټلویزیونی برخه کې اوس په کلیو او بانډو کې د ځایی ټلویزیونی خپرونو ځای سټلایټ او ډېش آنتن نیولی او هره کورنۍ تر یوه زیات سټلایټی چېنلونو ته لاس رسی لری، متأسفانه د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله کومه مشخصه لایحه نه لری، په داسې حال کې چې د سټلایت او ډېش آنتن په خپرونو کې ټول چېنلونه خلاص دی او د هر سټلایټ لیدونکی کولی شی هر رنګه خپرونې وګوری چې دا په دینی، ټولنیز او کلتوری لحاظ بله ستونزه ده او د ټولنې په تېره بیا د ځوان کهول په اخلاقی ضعف کې عمده رول لوبوی.
که دا ډول رسنۍ او دغه ډول خپرونې روانې وی او په اساسی شکل یې مخنیوی ونه شی د افغانستان راتلونکی نسل او اخلاقی ناخوالې به ورځ تر بلې ډېرې او ستونزې به لا ډېرې شی. بل اړخ ته متأسفانه دلته داسې اسلامی او ملی چېنلونه هم نشته چې ددې ناوړه خپرونو بدیل وګرځی او په دې توګه ولس مو د تفریح او پوهاوی ترڅنګ خپل ملی او اسلامی ارزښتونو ته ژمن وروزل شی.
کاش چې د ټولنې هر یو دینی مشر یوه دینی رسنۍ درلودای.او ددینی ارزښتونو په خپراوی کې ونډه اخیستې وای .په ټولنه کې د بدیل په توګه د اسلامی رسنیو د نشتوالی یا کموالی له کبله ډېری له ستونزو سره مخامخ دی یا به ددې موجوده رسنیو نه ګټه اخلی یا به بهرنیو رسنیو لور ته مخه کوی، چې په دې توګه له بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د اسلامی رسنیو ځانګړتیاوې:
د اسلامی رسنیو ځانګړتیاوې کومې دی او څرنګه کولی شو معیاری اسلامی رسنۍ ولرو او تر کومه زمونږ رسنۍ اسلامی دی؛ دې موضوع ته په لاندې ټکو کې اشاره کوو .
۱: خلکو ته د حقایقو روښانه کول
د اسلامی رسنیو یو عمده هدف د ټولنې وګړو ته د رښتینو معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه ټولنه په هر ډول سختو شرایطو کې سمې لارې ته برابرول دی.
خلک ملی وحدت او یووالی ته رابولی او هم د ملی ګټو لپاره کار کوی. او همدا د ژورنالېزم مهم اصل دی چې رسنۍ یې باید په همدې چوکاټ کې مراعت کړی، خو بدبختانه ځینې بیا د ملی وحدت پر ځای د نفاق اور ته پکی وهی او سمتی او قومی تعصباتو ته لمن وهل کېږی.
۲: د اخلاقی فساد مخنیوى
اسلامی رسنۍ په دې هڅه کې دی، چې په ټولنه کې اسلامی او ټولنیز اخلاق خپاره کړی او د بدو اخلاقو مخنیوی کې برخه واخلی او دا تر ټولو ستره دنده ده چې رسنۍ یی پرمخ بیایی. همدارنګه د کورنیو مشران دې ته وهڅوی تر څو د خپلو اولادونو په اصلاح او سالمه روزنه کې مهم رول ولوبوی او هغوی خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړی.
۳: د حق او باطل ترمنځ فرق کول
د اسلامی رسنیو یوه بله موخه او هدف د ظالم څخه د مظلوم د حق غوښتل، خلکو ته د رښتینو معلوماتو وړاندې کول دی او همدارنګه د خلکو په منځ کې د ژوندانه د ټولو چارو په تړاو د عدل او انصاف د پلی کولو لپاره هڅه د اسلامی رسنیو له مهمو اهدافو څخه دی، په دې برخه کې هم ډېر کار ته اړتیا شته؛ که څه هم دلته د بیان د آزادۍ خبرې ډېرې کېږی اما بیا هم د ادارې او نظام د مشکلاتو څخه یو دادی چې دلته تر اوسه هم زور حاکم دی او د باطل پلویان نسبت د حق پلویانو ته ډېر دی او په داسې ټولنه کې کار کول هم ډېرې ستونزې لری.
۴: د لویدیځ د کلتوری یرغل مخنیوی
د اسلامی رسنیو له شرعی اهدافو څخه یو هم د غربی استعمارګرو او ښکېلاکګرو له لوری پر اسلامی هېوادونو د فرهنګی یرغل مخنیوى دی.
بهرنیان غواړی چې خپل غربی فرهنګ په اسلامی ټولنو کې د اسلامی ارزښتونو پر وړاندې وکاروی او په دې ډول، په اسلامی هېوادونو کې هغه غربی فرهنګ دود کړی چې تر ډېره بریده له اسلامی احکامو او وطنی ارزښتونو سره سر نه لګوی. بهرنیان او لویدیځ وال په اسلامی هېوادو کې د خپل کلتور او فرهنګ د دودولو په موخه تر ډېره بریده له رسنیو کار اخلی او ځینې مخصوصې مجلې، اخبارونه، ټلوېزیونونه او د راډیو چینلونه دی چې د لویدیز والو د اهدافو پلې کولو لپاره کار کوی تر څو اسلامی ټولنې فاسدې کړی، نو ددې په مقابل کې د اسلامی رسنیو دنده او وظیفه داده،تر څو د لویدیز والو د فکری او فرهنګی یرغل په وړاندې په ولسونو کې وېښتیا را منځ ته کړی، د لویدیز والو توطیې بر بنډې کړی او په مقابل کې یې داسې اسلامی او وطنی خپرونې جوړې او خپرې کړی، چې ددغو مبتذلو خپرونو ښه بدیل و ګڼل شی.
۵: د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ فضا جوړول
د اسلامی رسنیو بل هدف دا دى، چې د مسلمانانو تر منځ ورورولی را منځه ته شی او همدارنګه تعصبات له منځه لاړشی، په دې هکله هم دین او وطن ته ژمنو رسنیو په هېواد کې د وروولۍ فضا د را منځ ته کېدو لپاره کار کړی دی او اوس هم د خپلې ژمنې سره سره په کار لګیا دی. په داسې حال کې چې ډېرې پردۍ رسنۍ دا کوښښ هم کوی چې د بې اتفاقۍ تخم دلته وشیندی او د نورو برنامې عملی کړی، خو چې ددې مخه هم تر ډېره نیول شوې ده.
۶: د الله –جل جلاله- د دین لوری ته بلنه
د اسلامی رسنۍ رسالت او وجیبه دا ده چې د خلکو په منځ کې د الله تعالی د دین لورته بلنه عامه کړی، د دینی ارزښتونو د ساتنې او پالنې په اړه مثبت ذهنیت رامنځته کړی تر څو د امت ځوانان په ذهنی لحاظ د دین د ارزښتونو په اهمیت خبر او د ساتلو لپاره یې لارې چارې وسنجوی. الحمد لله زمونږ په ملک کې په شمېر کمو اسلامی رسنیو دا دنده هم تر یوه حده ښه سرته رسولې او نن ګورو چې ډېری خلک د اسلامی ارزښتونو په اهمیت پوه دی او هغو ته پاملرنه یې د ژوند لومړیتوب ګرځولی او دا یو مثبته اغېزه ده.
په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامی رسنیو ونډه:
متأسفانه په افغانستان د اسلامی رسنیو کار له هغه وخت نه سم پیل نشو چې کله دلته د بهرنیانو په مرسته د رسنیو بازار ګرم شو، په لومړی سر کې دلته بله ستونزه دا وه چې هر اسلامی کار او هرې اسلامی رسنۍ ته د طالبانو او القاعدې په سترګه کتل کېدل، له همدې امله هم چا ډېر زړه نشو ښه کولای چې دلته دې د یوې اسلامی رسنۍ بنسټ کېږدی.
خو د الله په فضل، په کرار کرار دا مسایل حل شول تر دې چې په کابل ښار کې د اصلاح غږ تر نامه لاندې لومړنۍ راډیویی اسلامی خپرونې پیل شوې، څه موده وروسته بیا د تمدن او دعوت راډیو او ټلویزیون خپرونې پیل شوې او بیا د عالم په نامه راډیو خپل نشرات پیل کړل، دې کار د کابل پر رسنیزه فضا داسې تأثیر وکړ چې د خلکو د دلچسپۍ له امله نورو رسنیو هم د اسلامی برنامو خواته مخه وکړه او نن ګورو چې په ډېرو رسنیو کې اسلامی او دینی خپرونې موجودې دی او خلک ترېنه استفاده کوی، اما ددې سره سره باید ووایو چې متأسفانه مونږ تر اوسه هم پیاوړې اسلامی رسنۍ نه لرو، ممکن مونږ دلته یوازې د همدې څو رسنیو په کړونو خبرې وکړو:
په کابل ښار کې اسلامی ټلویزیونونه او راډیو ګانې:
نور ټلویزیون:
نور تلویزیون؛ په ۱۳۸۶ لمریز کال د صلاح الدین ربانی لخوا چې د مرحوم استاذ برهان الدین ربانی زوی دی جوړ شو، دا ټلویزیون ۲۴ ساعته نشرات لری چې په کابل، بلخ، ھرات، ننگرھار، قندھار، کندز او بامیان کې لیدل کېږی نور ټلویزیون؛ د صاحب امتیاز له لوری تمویلېږی. دوی وایی چې مونږ لومړنی اسلامی سنی ټلویزیون یو چې د اسلام د مبین دین د اصولو پربنا او د اهل سنت والجماعت د منهج مطابق خپرونې لرو موقعیت یې کابل ښار کې دی.
تمدن ټلویزیون:
تمدن ټلویزیون؛ د پخوانی جهادی او اوسنی روحانی مشر مرحوم آیت الله محمد آصف محسنی لخوا په ۱۳۸۷ کال کې جوړ شوی دی، دا ټلویزیون هم ۲۴ ساعته خپرونې لری د افغانستان په شمول په آسیا، شمالی افریقا او جنوبی استرلیا کې هم لیدل کېږی دا ټلویزیون د مؤسس او سوداګرو له لوری تمویل کېږی دا یوه دینی او اسلامی رسنۍ ده چې ډېر فقهی مسایل یې د اهل تشیع د فقهې پر بنا دی، همدارنګه د دینی او اسلامی خپرونو ترڅنګ سیاسی برنامې هم لری.
دعوت ټلویزیون:
دعوت ټلویزیون؛ د جهادی رهبر استاذ عبدالرب رسول سیاف له خوا په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شوی، دا ټلویزیون شپږ ساعته نشرات لری چې د سهار له ۶ بجو د غرمې تر ۱۱او ۳۰ دقیقو پورې په یوه پړاو کې او بیا د مازیګر له ۵ او۳۰ پیل تر ۱۱ بجو د شپې په بل پړاو کې دوام لری، د پوښښ ساحه یې د کابل ښار دی .تمویل یې د مؤسس له خوا ترسره کېږی دا هم یو اسلامی او دینی ټلویزیون دی. دې ټلویزیون کې موسیقی نه خپرېږی پرځای یې جهادی او اسلامی ترانې نشرته سپارل کېږی.
اصلاح غږ راډیو:
د اصلاح غږ راډیو fm ۱۰۴,۳ یوه اسلامی او دینی راډیو ده چې د هېواد په مرکز کابل، بلخ، کندز او په ختیځ کې خپرونې لری. دا راډیو د جمعیت اصلاح افغانستان له خوا په ۱۳۸۷ لمریز کال کې په کابل کې فعاله شوه ۱۶ ساعته نشرات لری چې د سهار له پنځو د شپې تر لسو بجو خپریږی تمویل یې د مؤسس او د اهل خیر او سوداګرو له خوا ترسره کېږی پوښښ ساحه یې کابل او د کابل څلور اړخونو ته تر ۵۰ کلیو متره پورې شاوخوا سیمې دی.
عالم راډیو :
عالم راډیو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د هغه وخت د مخابراتو وزارت د معلوماتی ټکنالوژۍ معین ښاغلی ایمل مرجان لخوا جوړه شوه، دا راډیو چې اسلامی خپرونې خپروی په ورځ کې ۱۸ ساعته نشرات لری او پوښښ ساحه یې د کابل په شمول کاپیسا، پروان، میدان وردګ او د لوګر ځینې سیمې دی د عالم راډیو مصارف د مؤسس له لوری او د اعلاناتو له درکه ترسره کېږې او ټولې خپرونې یې اسلامی او دینی دی.
دعوت راډیو:
دعوت راډیو د دعوت ټلویزیون مربوط ده او ډېرې خپرونې یې له ټلویزیونی چینل څخه اخیستل کېږی او د ټلویزیون سره همهاله پیل شوې ده د پوښښ ساحه یې هم د کابل ښار شا او خوا سیمې دی.
وړاندیزونه:
- داچې د افغانستان نهه نوی سلنه وګړی مسلمانان دی، نو د افغانسان اسلامی جمهوریت دې د اسلامی راډیو ګانو په رشد کې کوټلی ګامونه واخلی.
- د افغانستان اسلامی جمهوریت دې د ټولو اسلامی رسنیو د جوازونو مصارف او مالیه معاف کړی او په وړیا ډول دې هرڅه دوی ته په واک کې ورکړی.
- د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې په ټولو رسنیو باندې ۵۰ سلنه نشرات اسلامی کړی دا په دې خاطر چې ددې ملک نهه نوی سلنه وګړی مسلمانان دی.
- د اسلامی رسنیو ترمنځ دې باید پخې خپل منځی اړیکې او ګډه همغږی ایجاد شی تر څو د افکارو او خپرندویه موادو په راکړه ورکړه کې یې آسانتیا رامنځ ته شی او په دې توګه خلکو ته د اسلامی دین پیغام په مؤثره او اغېزناکه بڼه ورسېږی.
پایله:
باید صادقانه اعتراف وکړو چې مونږ په تېرو دوو لسیزو کې داسې ملی او اسلامی رسنۍ چې واقعا زمونږ د هېواد حالاتو او اړتیاو ته په کتو د خپلو تولیداتو څخه داسې برنامې وړاندې کړی چې ولس مو یو موټی او متحد وګرځوی، ولس ته سم پوهاوی ورکړی، د خلکو ترمنځ یوالی راولی، د ملی فرهنګ لپاره ګټور ګامونه واخلی او په ټولنه کې اسلامی اخلاق او اسلامی ارزښتونه خپاره کړی، نفرتونه او دښمنۍ له منځه یوسی او د ولس دردونو ته دوا شی، نه لرو او په دې موده کې بدبختانه دا کار نه دی شوی. په داسې حال کې چې په تېرو دوو لسیزو کې زمونږ په هېواد کې اکثره رسنۍ د پردیو له خوا تمویلېږی او د ټولنې د دینې ارزښتونو د ساتنې پر ځای یې متأسفانه له اسلامی اصولو او اسلامی ارزښتونو سره دښمنی کړې ده، ددې سره سره اسلامی رسنیو هم تر یوه بریده خپل مسؤولیت اداء کړی او که دا هم نه وای ممکن حالت تر دې هم بدتر شوی وای او نن چې په هېواد کې کوم اسلامی فعالیتونه او د ملی هویت ننداره تر نظره راځی هغه هم یوازې د همدې اسلامی رسنیو د کار او هڅو پایله ګڼل کېدای شی.
مأخذونه:
۱- درآمدی برعلم دعوت د. محمد ابو الفتح البیانونی.
۲- المدخل الی الاعلام الاسلامی ـــ عبدالعزیز شرف.
۳- النظره الاسلامیه للاعلام ـــ محمد کمال امام.
۴- ګڼ شمېر مختلف وبسایټونه.
گهیځ