په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو جعلی پلیټونه پلورل کېږی
راپور/ حضرت نبی نبی زاده
د ګهیځ موندنې ښیی چې په جلال آباد ښار کې ډېرې ریکشاوې نمبر پلیټونه نه لری او یو شمېر ریکشاوې په ښار کې د ګرځېدو لپاره له جعلی نمبر پلیټونو ګټه پورته کوی.
په جلال آباد ښار کې ځینو سرچینو ګهیځ ته ویلی چې د ریکشاه ګانو جعلی نمبر پلېټونه د نوموړی ښار په په میا اسلم پلازه کې له درې زره افغانیو څخه تر څلور زره افغانیو پورې پلورل کېږی.
د جلال آباد ښاریان نیوکه کوی چې د ترافیکو ریاست تر اړتیا ډېرو ریکشاوو ته په ښار کې د ګرځیدا اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې د ننګرهار ولایتی ادارې په جلال آباد ښار کې د هدفی وژنو د مخنیوی په پار په بې اسنادو ریکشاوو بندیز لګولی دی.
په جلال آباد ښار کې چار واکی وایی چې په دې وروستیو کې ددې ښار د نا امنه کولو هڅې او یو شمېر هدفی وژنې د ریکشاوو په مټ تر سره شوې دی ځکه نو د امنیتی چارواکو له خوا د جنایی جرمونو او امنیتی پېښو د مخنیوی په موخه بېلا بېل تدابیر ونیول شول چې په ترڅ کې یې ریکشاه ګانو ته هم پاملرنه وشوه.
ددې پاملرنې په ترڅ کې د بې اسنادو ریکشاوو نیول، د ریکشا چلونکو بایومتریک کول او د ریکشا ګانو چپ طرف ته د سیخونو لګول، هغه اقدامات وو چې د جنایی جرمونو او امنیتی پېښو د مخنیوی په موخه ترسره شول.
د ننګرهار پخوانی امنیه قومندان غلام سنایی ستانکزی د خپل تېرې دندې پرمهال د بایومیټریک لړۍ پیل کړې وه چې لا هم پای ته نه ده رسیدلې او دمګړۍ هم په ښار کې ریکشاه ګانو ستونزه په پوره ډول نده حل شوې.
بل خوا د جلال آباد ښار اوسېدونکی لا هم ډاډه ندی چې ګوندې په ښار کې به د ریکشاوو بیروبار کم شی، د جلال آباد ښار یوتن هټیوال معلم ګل محمد وایی چې دولت داسې ډېرې پرېکړې کړې دی چې بیا یې پلی کړې ندی او تش د خلکو سترګو ته یې خاورې شیندلې دی، نوموړی وایی اوس مهال په ښار کې له اړتیا ډېرې زیاتې ریکشاوې شتون لری چې لامل یې په اړونده اداره کې د لوی فساد شتون دی.
بل اړخ ته د احمد په نامه د جلال آباد ښار یو اوسیدونکی هم وایی چې د یوه ډول نمبر لرونکی پنځه ریکشاه ګانې یې په ښار کې لیدلې چې ګرځی راګرځی.
نوموړی زیاتوی چې: “په خپلو سترګو مې لیدلی دی چې د بالکل یو ډول نمبر پلیټ درلودونکې پنځه ریکشاه ګانې په ښار کې ګرځی.”
احمد همدارنگه وایی چې دا ډول بېلګې خورا زیاتې دی او په وینا یی چې په دې چاره کې د ترافیکو یو شمېر لوړ پوړی چارواکی لاس لری او دا پلیټونه یی پلورلی.
ریکشا چلوونکی عبدالحمید په دې برخه کې د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوی او وایی: “په لسګونو داسې ریکشاه چلونکی پېژنی چې خپل اصلی جواز یې پلورلی دی او د اصلی جواز په کاپی باندې په ښار کې ګرځی”
نوموړی همداراز وایی چې په همدغه یو نمبر پلیټ پنځه او شپږ ریکشاه ګانې په ښار کې ګرځی چې سخت بیرو بار یې په ښار کې جوړ کړی دی.
له دې اخوا نیوکه داده چې د جلال آباد ښار په زړه کې جعلی پلیټونه پلورل کېږی چې دولت یې په وړاندې غلی دی، د جلال آباد ښار یوتن اوسېدونکی او د پوهنتون محصل حامد ابراهیمی پدې اړه وایی: “په میا اسلم پلازه کې داسې جعلی پلیټونه او اسناد جوړېږی چې له اصلی سره یې توپیر ګران دی، همدې چارې په ښار کې نا امنی او بیروبار زیات کړی دی.”
ښاغلی ابراهیمی زیاتوی چې ترافیک دغه ډول ریکشاوې او موټرې پېژنی خو د څو پیسو لپاره پرې سترګې پټوی.
همدارنګه یو تن ریکشا چلوونکی د نوم نه ښودلو په شرط وایی چې دغه ډول پلیټونه له درې زرو ترڅلور زرو افغانیو پورې اوس مهال په جلال آباد ښار کې پیدا کېږی.
“ګهیځ” وغوښتل د یادې موضوع په تړاو د ننګرهار د ترافیکو ریاست نظر واخلی خو له بار بار هڅو سره سره، هغوی پدې تړاو له نظر ورکولو ډډه وکړه. خو په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان د همدې موضوع په تړاو ګهیځ ته وویل چې تر دې دمه یې پدې اړه داسې کوم څه ندی موندلی چې دا ادعا ثابته کړی.
نوموړی زیاتوی: پدې ورستیو کې په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو په برخه کې نظم رامنځته شوی دی او مونږ هڅه کوو چې ښاری نظم له ګډوډیو وژغورل شی.”
د یادونې وړ ده چې تر دی وړاندې هم د جلال آباد ښاریانو په دغه ښار کې له ګڼې ګوڼې سر ټکاوه، خو دولت وایی چې د نا امنۍ د مخنیوۍ او د ښاری نظم په موخه یې یو شمېر ګامونه پورته کړی دی چې ښه نتیجه به ورکړی، په داسې حال کې چې ځایی خلک تېر ته په کتو، د چارواکو دغو وعدو او ژمنو ته هم چندان خوش بینه نه ښکاری.
گهیځ