په جلال آباد کې د برېښنایی تذکرو د وېش په لړ کې فساد شتون لری

په جلال آباد کې د برېښنایی تذکرو د وېش په لړ کې فساد شتون لری
راپور: ذیشان ذهین
په ننګرهار کې د ګهیځ موندنې ښیی چې په یاد ولایت کې د برېښنایی تذکرو لپاره د آن لاین ثبت نام په پروسه کې فساد موجود دی.
وروسته تر دې چې په هېواد کې د برېښنایی تذکرو له درلودو پرته د پاسپورټ پر ورکولو بندیز ولګی او د برېښنایی پېژندپاڼو اخېستنې لپاره د خلکو لېوالتیا زیاته شوه، اوس په یاد ولایت کې د پېژندپاڼې ژر ترلاسه کولو په مرکزونو کې خلک له فساد سره لاس او ګرېوان دی.
هغه وګړی چې ګاونډ پاکستان یا بل کوم هېواد ته د سفر لپاره پاسپورټ او وېزې ته اړتیا لری، تر نورو ډېر په دغه فساد کې ځان ښکېلوی، ځکه دوی د آنلاین خدمتونو ترنامه لاندې له هغو اشخاصو سره اړیکه نیسی، چې د جلال آباد ښار په بېلابېلو برخو کې یې د دفتر په بڼه کرایی خونې نیولې او د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش په بېلابېلو مرکزونو کې له کارکوونکو یا مدیرانو سره اړیکه لری.
د آنلاین خدمتونو د دکانونو دغه چلوونکی د هغه اړیکو پر بنیاد چې د برېښنایی پېژند پاڼو په رسمی مرکزونو کې یې لری، د پیسو په مقابل کې د کمېشن کارۍ په بڼه اشخاص بایومټریک ته وړاندې کوی او تر بایومټریک وروسته بیا د څو ورځو په تېرېدو ورته کابل کې تذکره پرنټ او غوښتونکی کس ته یې سپاری.
د ګهیځ له خوا په ترلاسه شویو ثبوتونو کې ښکاری چې یادو کمېشن کارانو د برېښنایی پېژندپاڼې د عاجلې اخیستنې لپاره له یوه کس نه له پنځه زره افغانیو نیولې آن تر درې سوه امریکایی ډالرو پورې ترلاسه کړی دی.
د هغه ثبوتونو په لړ کې چې ګهیځ موندلی یو ثبوت ښکاروی چې د جلال آباد ښار میا اسلم پلازه کې د الیاس آنلاین خدمتونو تر نامه لاندې په یوه دوکان کې کارکوونکی د درې سوه امریکایی ډالرو په بدل کې یوه تن سره ژمنه کوی چې په شپږو کاری ورځو کې به ورته د الکترونیکی تذکره ورکوی. دغه کس غوښتل پاسپورټ ترلاسه او دوبۍ ته سفر وکړی.
همدارنګه د میا اسلم پلازې ځینې نور دوکانداران د منصور، حامد، ادریس د شینوار آنلاین خدماتو تر نامه لاندې ورته کارونه پر مخ بیایی، دوی کې ډېری یې د دې لپاره چې یاده چاره یې رسوا نشی، وخت نا وخت خپل دفترونه د ښار بېلابېلو برخو ته د انتقالوی.
د آنلاین خدمتونو تر چتر لاندې دغه کسان له دوه لارو کمېشن کاری کوی. لومړی یې کس ته دلته ننګرهار کې ثبت نام کوی او بیا یې کابل کې د برېښنایی تذکرو په مرکزونو کې هغو کارکوونکو ته سپاری چې دوی ورسره په فساد کې شریک دی.
د ګهیځ موندنو له مخې ننګرهار کې ډېری دغه ډول کمېشن کاران خپل مراجعین د کابل ولایت د احمدشاه بابا مېنې(ارزان قیمت) او د تایمنی په سیمه کې د برېښنایی تذکرو مرکزونو ته وړاندې کوی.
په جلال آباد ښار کې د ګهیځ خبریال د منصور په نامه د آنلاین خدمتونو یو دوکان ته پدې پلمه ورغی، چې غواړی په عاجله بڼه د یوې اونۍ په موده کې برېښنایی تذکره ترلاسه کړو چې د دغې غوښتنې په ځواب کې له دوی څخه د یوه تن پر سر اته زره افغانۍ غوښتل شوې دی.
د خبریال له خوا تر ډېر ټینګار وروسته یاد شخص د یوه کس په سر تر پنځه زره افغانیو پورې را ټیټ شو. کله چې د ګهیځ څېړنیز ټیم یوه تن ترې تر دې هم د پیسو د کمولو غوښتنه وکړه، نوموړی یې پۀ ځواب کې وویل: “موږ ته په دغه پنځه زره افغانیو کې ایله پنځه_شپږ سوه افغانۍ پاتې شی، نورې له موږ څخه هماغه مرکزونو کې ټچ شوی کارکوونکی د کارونو د ژر اجراء په بدل کې اخلی.”
د برېښنایی پېژند پاڼو د آنلاین خدمتونو دغه کارکونکی همدا راز زیاتوی چې: “موږ دوی ته ثبت نام کوو او بیا یې د ثبت شمېره هلته هغوی ته وایو، دوی ته د هغوی د ټیلېفون او هغوی ته د دوی د ټیلېفون شمېره ورکوو. بس چې دوی لاړ شی او زنګ ورته ووهی. کس ورته راوځی او د لږ وخت په تېرېدو دوی د بایومټریک پروسې ته ور غواړی، تر بایومټریک وروسته یې بیا د تذکرو د چاپ لپاره مخته کوی او همداسې د یوې اونۍ په موده کې یې تذکره چاپیږی. ”
له جلال آباد څخه تر کابل پورې د کمیشن کارۍ تر دې اوږدې پروسې وروسته اوس په دوهم قدم کې جلال آباد ښار کې د برېښنایی تذکرو د وېش له دریو فعالو مرکزونو څخه په دوو مرکزونو (چشمۀ خانجی سیمه کې د حاجی عبدالظاهر قدیر کور ترڅنګ او د فارم هډې د برېښنایی تذکرو مرکز) کې د پیسو په ورکړې سره دا چاره پیل شوې ده.
د آنلاین خدمتونو په نامه د برېښنایی تذکرو د ترلاسه کولو په لړ کې دا کمیشن کاری په داسې حال کې جریان لری چې ولسی خلک شکایت لری چې په عادی توګه د ثبت نام نه وروسته، په یوه یا یوه نیمه میاشت کې هم خلکو ته د بایومیتریک پروسې نوبت نه را رسېږی.
د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، پدې اړه وایی: “ما دغه تېره یوه نیمه میاشت کې درې ځل ثبت نام کړی دی، ګومان مې کولو چې یو نه یوه ته به مې وغواړی، خو والله که به یې یو ځل هم غوښتی اوسم.”
نوموړی زیاتوی چې ناروغ لری او غواړی پاکستان ته یې بوزی، د پاسپورټ جوړلو لپاره اوس اړین دی چې باید ډیجیټل تذکره ولرې.
د ګهیځ خبریال زیاتوی چې تر دې کسانو وروسته د آنلاین خدمتونو دغو کارکوونکو هم ورته همدا خبرې تکرار کړې، چې د دغو خبرو ثبوتونه له ګهیځ سره شتون لری.
بل اړخ ته د ننګرهار د احصایی او معلوماتو رئیس عبدالمالک سلیمانزی بیا د یادې موضوع په اړه وایی چې دوی په یاد ریاست کې د هر ډول فساد ادعاوې له لومړیو څخه په کلکه ردوی.
ښاغلی سلیمانزی زیاتوی چې ده خپلو ټولو کارکوونکو ته په دې اړه ځانګړی مکتوب استولی، چې نشی کولی د آنلاین خدمتونو پۀ نامه کوم دفتر یا دوکان ولری.
د ګهیځ له لورې د ځینو ثبوتونو په اړه له وضاحت وروسته نوموړی پدې اړه چې د برېښنایی پېژندپاڼو په مرکزونو کې یو شمېر کارکوونکی د خپلو خپلوانو پرمټ دغه چاره مخته بیایی؛ ښاغلی سلیمانزی داسې وویل:
“زموږ له مراکزو څخه بهر آزاد بازار دی، موږ نشو کولی پر هغو خلکو نظارت وکړو، دې برخه کې باید امنیت او جنایی څانګې خپلې دندې ترسره کړی. موږ به ورسره له خپل ادرسه پوره_پوره همکار و اوسو.”
د احصایې او معلوماتو د رئیس له خوا د فساد نشتون په ټینګار سره ګهیځ د فساد د ځینو ثبوتونو په اړه جزیات ورسره شریک کړل، چې نوموړی یې په ځواب کې زیاته کړه:
” موږ په آنلاین سیسټم کې یو ځانګړی اپشن لرو، چې د هغې له لارې کولای شو، د شهیدانو کورنۍ، معیوبین او هغه محصلین یا زده کوونکی چې له هېواده بهر بورسونو کې د زده کړو لپاره ځی، کارونه تر نورو وړاندې خلاص شی. لدې ور هاخوا نو خپله سیسټم د دې اجازه نه ورکوی چې یو کس مخکې یا وروسته شی.”
د ننگرهار د احصایې او معلوماتو رئیس وایی چې کوم جزییات مو چې د برېښنایی پېژند پاڼو د وېش په ترڅ کې د فساد په اړه له ما سره شریک کړل، زه ډاډ درکوم چې دغه مسایل به په جدی ډول تعقیب او پکې ښکېل کسان به عدلی او قضایی ارګانونو ته ورمعرفی کړم.”
د برېښنایی پېژندپاڼو په اړه لومړیو کې په ملی کچه د دین، قوم او ځینو نورو برخو پر لیکلو پراخ جنجالونه وشول، چې د همدې جنجالونو له امله یې پروسه پڅه روانه وه، خو دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوری ورځ تر بلې پر هغو خلکو قیودات ډېریږی، چې برېښنایی تذکرې یې نه وی ترلاسه کړې؛ له همدې امله یې د پاسپورټونو ورکړه، د ځینو هېوادونو د ویزو لګول، د شهیدانو او معلولینو کلنی معاشات او د موټرونو د ثبت ترڅنګ محصول او داسې نورو ګڼو فعالیتونو کې د برېښنایی پېژندپاڼې درلودل اړین ګرځولی.
جلال آباد چې د ننګرهار پر ولسونو سربېره په کې د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ګڼ شمېر نفوس هم مېشت دی، یوازې درې مرکزونه(د بابړیانو مرکز، د حاجی عبدالظاهر قدیر کور ترڅنګ مرکز او د فارم هډې مرکز) ددې پېژند پاڼو لپاره فعال دی، چې د چارو د څارونکو په باور د همدې کمو مرکزونو فعالیت هم، په هغو کې د فساد شتون لپاره زمینه برابره کړې ده.
خو د ننګرهار د احصایې او معلوماتو رئیس عبدالمالک سلیمانزی بیا پرته لدې چې کومه کره نېټه په ډاګه کړی وایی چې په نږدې لنډ وخت کې به درې نور مرکزونه هم په ننګرهار کې فعال شی چې دوه به یې جلال آباد ښار او یوه بل به یې په کامې ولسوالۍ کې وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.