په جلال آباد کې د صرافۍ په یوه مارکیټ کې چاودنه شوې

جلال آباد- ګهیځ نیوز-( د قوس ۱۵مه، ۱۴۰۱):
د ننګرهار ولایت مرکز د جلال آباد ښار د غلام الله په صرافۍ مارکیټ کې یوې چاودنې څو تنه ټپیان کړی دی.
له جلال آباد څخه د ګهیځ نیوز خبرالل خبر راکوی چې دغه چاودنه شا او خوا یوه بجه د غلام الله د صرافۍ په مارکیټ کې د پیسو د پېر او پلور په ګڼه ګوڼه کې شوې چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ یې درې تنه ټپیان کړی دی.
په جلال آباد ښار کې ددې چاودنې راپور پداسې حال کې خپرېږی چې تر دې وړاندې د هېواد په پلازمینه کابل کې د پاکستان پر سرپرست سفیر وسله وال برید وشو او په ورته ورځ د حزب اسلامی د مشر انجنیر حکتمیار هستوګنځی ته نژدې پر ده خپله د مرګونی برید هڅه وشوه.
د جلال آباد ښار ددې پېښې په تړاو تر اوسه ډېر تفصیلات په لاس کې نشته خو د پېښې عینی شاهدان وایی چې کېدای شی د چاودنې له امله اوښتی زیانونه هم زیات وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.