کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلي اشغالګر پوځ د غزې تراړې جنوب خان يونس سيمه کې د تازه هوایي بمبارد له امله ۴۰ تنه شهيدان او ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د غزې د ملکي دفاع ټيمونو ويلي، چې ښايي دا په غزه کې د روانې غميزې په لړ کې يو له هغو سترو جنايتونو څخه وي، چې اسرایيل يې ترسره کوي.
الجزيرې تلوېزیون د سيمې اوسېدونکو او ژغورونکو ډلې له قوله ويلي، چې اسرایيلو په ۴ توغنديو د خان يونس په المواصي سيمه کې د کډوالو کمپ په نښه کړی، چې په کابو ۲۰ خيمو کې اور لګېدلی او يادو توغنديو تر ۹ مترو پورې کندې په ځمکه کې رامنځته کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې اسرایيلي اشغالګر د غزې په روان وحشت کې د امريکايي، بريتانوي، فرانسوي او غربي وژونکو وسلو څخه کار اخلي او زرګونه ماشومان، ښځې او ولسي وګړي یې تر اوسه په شهادت رسولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/