په خان یونس کې د اسراییلی اشغالګرو تازه بمبارد سل تنو ته مرګ – ژوبله واړوله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ‏اسراییلی اشغالګر پوځ د غزې تراړې جنوب خان یونس سیمه کې د تازه هوایی بمبارد له امله ۴۰ تنه شهیدان او ۶۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د غزې د ملکی دفاع ټیمونو ویلی، چې ښایی دا په غزه کې د روانې غمیزې په لړ کې یو له هغو سترو جنایتونو څخه وی، چې اسراییل یې ترسره کوی.

الجزیرې تلوېزیون د سیمې اوسېدونکو او ژغورونکو ډلې له قوله ویلی، چې اسراییلو په ۴ توغندیو د خان یونس په المواصی سیمه کې د کډوالو کمپ په نښه کړی، چې په کابو ۲۰ خیمو کې اور لګېدلی او یادو توغندیو تر ۹ مترو پورې کندې په ځمکه کې رامنځته کړې دی.

د یادونې وړ ده، چې اسراییلی اشغالګر د غزې په روان وحشت کې د امریکایی، بریتانوی، فرانسوی او غربی وژونکو وسلو څخه کار اخلی او زرګونه ماشومان، ښځې او ولسی وګړی یې تر اوسه په شهادت رسولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.