په خوست کې رسنیز بهیر؛ ستونزې او خنډونه

په خوست کې رسنیز بهیر؛ ستونزې او خنډونه

لیکنه: اباسین څپاند

د طالبانو تر رژیم وروسته په افغانستان کې د نوی حکومت له جوړیدو سره د نړیوالو په ملاتړ د بیان آزادۍ او رسنیو دور پیل شو او خوست ولایت هم له هغو ولایتونو څخه ؤ چې په همدې موده کې یې پنځلس چاپی رسنۍ درلودې، چې اونیزې، مهالنۍ وې او څه موده د ملی احساس په نامه یوه ورځ پاڼه هم په خوست کې چاپیدله. د لومړیو څو کالونو لپاره له کابله خدمت ګار نومی ورځ پاڼه هم خوست ولایت ته رسیده.

د غږیزو رسنیو له ډلې لومړی پیل د خوست ملی راډیو وکړ. ملی راډیو لومړنی ادرس ؤ، چې ځینې ځوانان یې د ژورنالېزم سره بلد کړل.

ورپسې د اېف اېم راډیو ګانو د جوړیدو لړۍ پیل شوه، چې تر ننه یې شمېر څوارلسو ته رسېږی، چې په وروستیو کې څلور نورې اېف اېم راډیوګانې هم ور زیاتې شوې. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې غرغښت نومی لومړنی خصوصی ټلویزیون هم نشرات پیل کړل چې د اوس لپاره پر ملی ټلویزیون سربیره ژمن او زرغون تلویزیون هم فعالیت لری.

د رسنیو په بهیر کې چاپی رسنۍ نږدې ټولې د نه مسلکیتوب او یا د لګښت د نه پوره کولو له امله وتړل شوې، ایله دوه مهالنۍ اوس هم چاپیږی.

د چاپی رسنیو د تړلو یو لامل یې دا هم ښودل کېږی، چې ځینو ټولنو د خپل فکر خپرولو لپاره چاپی رسنۍ رامنځته کړې او هدف ته د رسیدو یا نه رسیدو وروسته یې وتړلې.

د غږیزو رسنیو لپاره د څو کالونو لپاره یې “پی، ار، ټی” میاشتنۍ لګښت ورکاوه او د هغه مالی سرچینې تړلو را وروسته کم شمېر اېف ایم راډیوګانو په وقفی بڼه نشرات کول او تر ننه له اقتصادی ستونزو خلاصې نه شوې. خو نشرات یې روان دی. ولې تر نولس کلن مزل وروسته هم دوی له مالی اړخه پر ځان تکیه نه شوې؟

د رسینو کارکوونکی وایی، یو لامل یې دا دی، چې رسنیو په خپلو کې هغه رقابت نه کوی چې په لوړه بیه اعلانونه ولری، دوی وایی، که یوه راډیو یو سوداګریز اعلان د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې خپروی نو نورې هغه آن په سل افغانۍ هم اخلی.

بل لامل یې دا ښودل کېږی چې د رسنۍ د ژوندی پاتې کیدا لپاره اوږد مهاله پلان نه لری. معنا دوی یوازې د ورځې تېرولو فکر لری.

ځینې وایی، د رسنیو مسؤولان په خپلو کې همغږی نه لری نو هر څوک یې په خپله لار روان دی.

خو ځینې رسنۍ لا شته چې ښه کره مالی ملاتړې یې پیدا کړی او اوس هم له اقتصادی ستونزو پرته نشرات لری.

د ځوانانو روزنه:

د سولې پیغام راډیو مؤسس زاهد شاه انګار وایی، تر سلو پورې خبریالان یې روزلی دی. د رسنیو مسؤولان وایی، ولس ته یې د سالمې تفریح زمینه برابره هم برابره کړې ده. دوی وایی، ولس یې له سیاسی جریانونو او روانو حالاتو خبر ساتلی.

د خوست پر غږیزو رسنیو نیوکې!

ځینې په دې باور دی چې ځوانان یې له امتیاز پرته ګومارلی، مسلکی یې نه روزی، کالونه وروسته رسنۍ پرېږدی او د زده کړو وخت یې راډیو کې تېر شوی وی او د بل کار کولو استعداد هم نه لری.

سیاسیون بیا وایی چې رسنیو د ټولنې د شعور لوړیدا او فکری روزنه کې څومره چې پکار ده هغومره مثبته ونډه نده اخیستې.

نیوکه کوونکی وایی، دلته راډیوګانو له پېښو د خلکو د خبرولو او د وګړو د فکری روڼتیا دنده پرې اېښې او یوازې ساعت تیری او موسیقی د یوې ټولنې پرمختګ نه شی تضمینولای.

بل خوا د خوست میشتو رسنیو کارکوونکی تر ډېره هغه ځوانان دی چې بې معاشه کار کوی او که چاته معاش ورکول کېږی هم د معاش کچه یې ډېره ټېټه وی، چې له پنځو تر لسو زرو رسېږی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.