لیکوال: م. ذهین
واک ته د طالبانو د رسېدو سره یم د هېواد مختلفې ادارې او وزارتونه په پراخه کچه د بحث او پوښتنې وړ وګرځېدل.
په دې کې د امر بالمعروف وزارت ځانګړی دی، چې د ټولنې د اخلاقی او اسلامی اصولو د پلی کولو په پلمه لپاره جوړ شوی، خو کړنې او ګامونه یې د خلکو ځورول او د ښځو محدودول دی.
طالبانو په لومړیو وویل چې دوی به د ټولنې د اخلاقو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړی. خو عملاً، د دې وزارت اقدامات په ځینو برخو کې د خلکو د حقونه محدود کړل او د ټولنیز او اقتصادی ژوند تګلارو باندې یې ورته ستر منفی اغېز وکړ.
د ښځو پر وړاندې وضع شوی محدودیتونه، چې د دې وزارت لخوا د اسلامی اصولو په پلمه د ښځو کار، تعلیم او ټولنیز ژوند محدود شو، د ټولنې په کچه پراخې اندېښنې راوپارولې.
د دغه وزارت له لوری د ښځو د محرم د ملتیا غوښتنه او د ښځو لپاره د محرم پرته د اوږد سفر بندیزونه یو ډول تروریستی افکار دی چې د نړیوالو حقوقو له اصولو سره هم په ټکر کې دی.
همدارنګه، ښځینه ښوونځی تر امرثانی پورې تړل چې د دغه په اشاره صورت نیولی، د یوې بشپړې ټولنیزې ستونزې لامل شوی.
د دې وزارت د کړنو سره – سره د رسنیو پر وړاندې وضع شوی بندیزونه او د خپل کار د انتقاد څخه مخنیوی، د دیموکراتیکو اصولو پر وړاندې یو جدی ګواښ دی. په داسې حال کې چې طالبان د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خپلې ژمنې تکراروی، په عمل کې د اطلاعاتو او خبریالانو د آزادۍ محدودول د دې وزارت د کارونو د منفی اغېزو برخه ده.
د دامربالمعروف وزارت د کړنو ارزونې ښیی چې په ډېرو برخو کې یې د اسلامی اصولو په پلمه د بشر له حقونو د پام وړ سرغړونه کړې. دا چارې د طالبانو داخلی او د نړیوال متناسبات له جدی ننګونو سره مخ کولی شی.
امر بالمعروف وزارت لپاره د اصلاحاتو او د کار د څرنګوالی په اړه پراخ بحث ته اړتیا ده.
دغه وزارت باید د ټولنیزو او دینی اصولو پلی کولو په ترڅ کې د بشر د کرامت او د خلکو د حقونو ته پام وکړی، څو د افغانستان راتلونکی د پراختیا، سولې او ثبات په لور روان وی. که داسې ونه کړی نو د دوی روانې چارې به د دوی له راتلو وړاندې د تروریستانو په نوم فعالیت سره هېڅ توپیر ونه لری.
پای
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ