په دوحه کې د افغان او اروپایی استازو د خبرو پای؛ متقی وایی مثبتې پایلې به ولری

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی او ورسره پلاوی یې دوحه کې د اروپایی ټولنې استازو سره خپلې دوه ورځنۍ مخامخ خبرې پای ته ورسولې.

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په خپاره کړی غږیز پیغام کې ویلی چې په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپایی ټولنې او قطری لوری سره ګټورې خبرې لرلې دی. د ده په وینا په دې لیدنو کې د اروپایی ټولنې اندېښنو ته ځواب ویل شوی دی.

د قطر هېواد ټینګار کړی چې له افغانستان سره به د خپلو مرستو لړۍ له سره پیلوی.

متقی وایی په یادو لیدنو کې د نوی حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادی مرستې او د د بشری مرستو دوام بحثونه وشو. نوموړی دغه لیدنې ګټورې بولی او په خبره یې ښې پایلې به ولری.

امیرخان متقی دغه راز وایی چې دوی له نړۍ سره خبرو او تعامل ته ادامه ورکوی او دا به د دې سبب شی چې د نړیوالو اندېښنې ختمې او له افغانستان سره خپلې مرستې جاری وساتی.

ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبه) به د اسلامی امارت پلاوی د امریکا له ځانګړی استازی سره هم مخامخ خبرې وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ڼېټ پرایس ویلی، دې کتنه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې، له افغانستانه د امریکایی وګړو پر خوندی ایستنې، له افغانستان سره پر بشری مرستو او د دې هېواد د اقتصادی وضعیت په اړه خبرې وشی.

که څه هم نېټ پرایس په دې اړه څه نه دی ویلی خو د اسلامی امارت چارواکی وایی، چې امریکایی لوری سره خبرو کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر موضوع هم غږېږی.

د افغانستان، اروپایی ټولنې او امریکا داسې مهال لیدنې او یادې څرګندونې کوی، چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ژمی په رارسېدو او د خلکو اقتصادی ستونزو ته په کتو د لویې انسانی غمیزې خبرداری ورکړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.