په زابل ولایت کې کولرا ته ورته ناروغۍ پراختیا موندلې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکی وایی، د تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۳زره پېښې ثبت شوی دی.
د دوی په وینا په دغه موده کې په کولرا یا (نس ناستی) اخته پنځه ناروغان هم مړه شوی دی.
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست پر خپل فیسبوک پانه لیکلی چې دوی د دغه ولایت په لیری پرتو ولسوالیو کې په کولرا ناروغۍ اخته کسانو ته د درملو او روغتیایی موادو د لېږد بهیر پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په دوو نورو سوېلی ولایتونو هلمند او کندهار کې هم د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ پېښو ثبتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوی دی.
د هوا تودوخه او ناپاکې اوبه په کولرا ناروغۍ د اخته کېدو اساسی لاملونه بلل کیږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.