د عربي خلیج په زړه، د بیت المقدس او اقصی جومات تر څنګ، د شام په تاریخي او سپېڅلې ځمکه یوازې تر دوولسو ورځو پرله پسې جګړې وروسته د بشارالاسد ډیکتاتورۍ او یکه تازۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او پداسې حال کې چې نوموړی په خپله له کورنۍ سره روسیې ته په تېښته بریالی شو، مخالفین یې د سوریې پلازمینې دمشق ته ننوتل او د اسد کورنۍ د څه باندې پنځوسو کلونو واکمني یې پای ته ورسوله.
د تازه رسنیزو راپورونو پر بنسټ اټکل کېږي چې د بشارالاسد د وسله والو مخالفینو له عمده ډلې “هیأت تحریر الشام” یو مشر محمد بشیر به د سوریې د مؤقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شي او د بشارالاسد د نظام له لومړي وزیر محمد غازی جلالي چې دمګړۍ او د بشار تر تېښتې وروسته د سوریې د چارو واګې په لاس کې لري، دغه مؤقت حکومت ته د نړیوالو تر څار لاندې د چارو واګې وسپاري.
دا چې په سوریه کې د بشار الاسد واکمني چې د سیمې په کچه یې د روسیې او ایران قوي ملاتړ له ځان سره درلود ولې ړنګه شوه او د ده مخالفینو څه ډول وکولای شول په دومره کمه موده کې د بشار د یکه تازه واکمنۍ لمنه ور ونغاړي، اوږد داستان دی، خو په زړه پورې ده چې ځینو لویدیځوالو قوتونو لکه بریتانیا بیا له واره د سوریې دغه تحولاتو او بدلونونو ته غاړه کېښوده او سمدلاسه یې د سوریې په تحولاتو کې د دغه هېواد مطرح ډله “هیأت تحریر الشام” له خپل تور لیست څخه وایستله او پرې لګیدلي بندیزونه یې لیري کړل.
بل اړخ ته د سوریې په وروستیو تحولاتو کې یو د پام وړ ټکی دا هم دی چې دلته او د دې جګړه ځپلي عربي هېواد په تحولاتو کې درې نیم کاله وړاندې د جګړه ځپلي افغانستان د تحولاتو څرک هم لیدل کېږي، ځکه کله چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې د دوحې د مذاکراتو په پایله کې امریکایي او اروپایي هېوادونو خپل یرغلګر اوتاړاکګر ځواکونه له افغانستان څخه و ایستل بیا دلته د اشرف غني او د هغه د یارانو واکمني هم ورسره وشړیده او ډېر ژر له کابل څخه د غني تر پټې تېښتې وروسته د هغه او ورسره ډلې ټپلې حکومت هم ړنګ شو.
بل اړخ ته که ځېر شو په سوریه کې دغه پوځي او سیاسي بدلون پداسې حالاتو کې رامنځ ته کېږي چې د سوریې سره پوله او آن برخلیک کې شریک فلسطین د اسراییلي یرغلګرو تر تاړاک لاندې دی او وحشي غلیم هره شېبه هلته د بېوزله او لاچاره فلسطینیانو په وینو لاسونه سره کوي.
که څه هم په سوریه کې واکمنې د اسد کورنۍ نه له فلسطیني مبارزینو سره د خواخوږۍ هوډ درلود او نه یې په سیاسي لحاظ د غزې په تراړه یا په ټوله کې په اشغالي فلسطین کې د هغه ملک د مبارزینو مقاومت د ځان په ګټه شمېرلو خو بیا هم د سوریې خاوره تل د اسراییلو له ګواښ او آن ړندې بمبارۍ سره مخ وه او صهیونیست رژیم دا ویره له ځان سره درلوده چې په څنګ کې ورته پروت دغه اسلامي او عربي هېواد بالآخره ورته سرخوږی جوړ نهکړي.
اوس که د منځني ختیځ او شام د تاریخي خاورې د نن او پرون پېښو ته په ځېر وګورور او په ناقدانه لیدلوري سره یې جمع او ضرب کړو دا تصویر او دا شننه هم زړه ته غورځېږي چې د سوريې وروستی تحول او بدلون د یوې لویې نړیوالې لوبې پایله وه چې د امریکا په ګډون شاید د نړۍ ځینې نور قوتونه پکې شریک وو.
اوس چې دا لوبه د چا او چا ترمنځ او د کومو موخو لپاره په لاره لویدلې وه، اوږده بحث ته اړتیا لري خو یوازې دا یو خبر هم پدې تړاو ژور سوچ ته اړتیا پیدا کوي او ګڼې پوښتنې را ولاړوي چې استعمارګرې برېتانیا څنګه تر پرونه په سوریه کې د بشارالاسد د ډیکتاتورۍ را پرځونکی ځواک د یوه ترهګریز سازمان په نامه یادولو خو نن چې همدې ډلې د بشار الاسد واکمني ړنګه کړه، بیا د دوی له تور لیست څخه را بهر شوه؟
په هر صورت تر هغه چې د شام او سوریې ټوله صحنه نه وي روښانه شوې او د بدلونونو او حالاتو لوری سم نه وي څرګند شوی سمه پرېکړه او عادلانه قضاوت هم ګران دی، خو هغه څه چې دم ګړۍ ښکاري دا دي چې په منځني ختیځ کې د روان کړکیچ لمنه نوره هم پراخېږي او دا پراختیا به شاید د منځني ختیځ او عربي خلیج ګڼو نورو هېوادو او پر دغه خلیج حاکم د ډېرو کورنیو د کلونو کلونو طاغوتي او د پردیو په مرسته واکمنۍ ختمې کړي.
خو بیا هم لا نده څرګنده او نشو ویلای چې د دې حالاتو او بدلونو دا بړبوکۍ به تر سوریې وروسته لومړی د کوم عربي او خلیجي هېواد په لور مخه کوي او لومړی به د چا د تاج او تخت لړزانه پایې د هغوی په وینو سرې شي یا به د بشارالاسد په څېر خپل تاج او تخت مخالفینو ته پریږدي او د خپل ژوند د بقا لپاره به خپلو بهرنیو ملاتړو ته پناه یوسي.
“والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ
